افغانستان

پنټاګون د سوریې په ختیځ کې د ایران اړوند تاسیساتو په نښه کولو خبر ورکړ

پنټاګون په یوه بیان کې د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن له قوله ویلي چې د دغه هېواد F-16 جنګي الوتکو د سوریې په ختیځ کې د ایران د سپاه پاسداران او د دغه هېواد له ملاتړه برخمنې ډلې په نښه کړي.

په دغه بیانیه کې راغلي دي چې دا اقدام په سوریه او عراق کې پر امریکايي پوځیانو د ایران پلوه ډلو د بریدونو په ځواب کې چې د اکټوبر په ۱۷ نیټه پیل شوي، ترسره شوي دي.

آستین ټینګار کړی چې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو د بریدونو د دوام په صورت کې به د امریکايي وګړو د امنیت او خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وشي.

هغه ویلي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د هوايي بریدونو امر ورکړی.

د امریکا د دفاع وزیر یادونه وکړه چې د ایران له ملاتړ د برخمنو ډلو د بریدونو په پایله کې یو امریکايي وګړی د زړه د حملې له امله مړ او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

پنټاګون اعلان کړی، چې د اکتوبر له ۱۷مې تر ۲۴مې پورې د امریکا پر ایتلافي او نورو ځواکونو لس ځله په عراق او درې ځلې په سوریه کې د یادو ډلو له خوا بریدونه شوي دي.