افغانستان

مطیع‌الله ویسا د طالبانو له بنده خوشی شو

د قلم لار بنسټ مشر او د زده‌کړو برخې فعال مطیع‌الله ویسا له نږدې اوو میاشتو وروسته د طالبانو له بنده خوشی شو.

د مطیع‌الله ویسا ورور عطاالله ویسا د دې خبر په تاییدولو سره آمو ته وویل چې ښاغلی ویسا نن پنجشنبه له غرمې وروسته خوشی شو.

مطیع‌الله ویسا د روان هجري لمریز کال په وري میاشت کې د طالبانو له خوا نیول شوی و.

طالبانو د هغه د نیولو لامل د نوموړی له خوا د ځینو غونډو جوړول وباله.