پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې بریتانیا له پاکستانه د افغان پناه غوښتونکو د لېږد لپاره ځانګړې الوتنې پیلوي.
اکسپرس تریبون ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې لومړنۍ الوتنه نن پنجشنبې د لړم په څلورمه ترسره او کابو ۲۰۰ افغان پناه غوښتونکي له اسلام آباده بریتانیا ته ولېږدوي.
ددغې رسنۍ په راپور کې د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې له قوله راغلي چې ټاکل شوې د روان زېږدیز کال د دسمبر میاشتې تر پایه بریتانیا ته د افغانانو د لېږد لپاره دوولس ځانګړې الوتنې ترسره شي.
دغې رسنۍ ویلي د هغه مهال وېش له مخې چې د پاکستان ملکي هوايي چلند ادارې خپور کړی په هره اونۍ کې به یوه الوتنه ترسره شي او کابو دوه زره افغانان به له پاکستانه بریتانیا ته ولېږدول شي.
له دې مخکې «اکسپرس نیوز» پاکستانۍ رسني رپوټ ورکړی و چې له پاکستانه بریتانیا ته د افغانانو د لېږد لپاره د ځانګړو الوتنو د پيلېدو پرېکړه په کراچۍ ښار کې د بریتانیا د لومړې کمېشنرۍ د پلاوي او د پاکستان د ملکي هوايي چلند اداره د لوړپوړو چارواکو په لیدنه کې شوې ده.
یو شمېر افغانانو چې په تېرو شلو کلونو کې یې له بریتانیايي ځواکونو او بنسټونو سره همکاري کړې وه، د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته تښتېدلي او د بریتانیا دولت هغوی ته د پناه ورکولو ژمنه کړې ده.
ډېری دا کسان له څه د پاسه دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې بریتانیا ته د لېږدولو په تمه دي او په ځلونو یې په دغه هېواد کې د ژوندانه له سختو شرایطو شکایت کړی دی.
دا په داسې حال کې دي چې پاکستان پرېکړه کړې کابو یو میلیون او ۷۰۰ زره افغان کډوال چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري له دې هېواده وباسي.