سوداګري

د سالنګ لارې له تړل کېدو سره هم‌مهاله د موټرو کرایې پر لوړېدو نیوکې

یو شمېر کابل ښاریان او موټر چلوونکي د سالنګ لارې په تړلې پاتې کېدو نیوکه کوي.

د پلازمیني یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د سالنګ پر لاره د مسافر وړونکو موټر کرایه دوه برابره شوې او په دې لاره تګ ډېر وخت نیسي.

له دې سره هم مهاله د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې باور ده چې د سالنګ لارې د تړل کېدو له امله د مالونو د لېږد رالېږد لګښتونه لوړ شوي او د دې لویې لارې بیارغونه هم وخت نیسي.

د مسافرو وړونکو او بار وړونکو موټرونو پر مخ د سالنګ لارې له تړل کېدو پنځه ورځې تیریږي.

مسافر او د بار وړونکو موټرونو چلوونکي اوس د شېبر کوتل او خاواک له لارې شمال او شمال ختیځ ولایتونو ته تګ راتګ کوي.

اوږده او خامه لاره چې د موټر چلوونکو او مسافرینو نیوکې یې راپارولي دي.
یو شمېر موټر چلوونکي وايي، د سالنګ په بدیلې لارې شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته تګ راتګ ګران دی او ډېر وخت نیسي او د موټرو کرایه دوه برابره زیاته شوې ده.

د خلکو او موټرونو د تګ راتګ پر مخ د سالنګ لارې له تړل کېدو پنځه ورځې تیریږي. خو تر اوسه دغه لار د خلکو پر مخ نه ده خلاصه شوې.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې طالبانو د سالنګ لویه لار د بیارغونې له امله د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

خو یو شمېر مسافر چې له کابل د هېواد شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته تګ راتګ کوي شکایت کوي چې پر بدیلو لارو یې تګ راتګ وخت نیسي او بیه یې ډېره ده.

يو شمېر موټر چلوونکي وايي، چې د شېبر کوتل او خاواک لارې خامه دي او د موټرو د تخنيکي ستونزو لامل کیږي.

دغه موټر چلوونکي وايي، چې د اوږدې لارې له امله د مسافرو د لېږد رالېږد لګښتونه ډېر شوي دي.

زیاتره صادراتي، وارداتي او ترانزیتي توکي له سالنګ لارې کابل ته لیږدول کیږي. اوس لاره د ټولو بار وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د سالنګ د لویې لارې تړل کېدو د مالونو د لېږد رالېږد لګښت هم لوړ کړی دی.

د سالنګ لویه لار د تونل دننه او د سړکونو د بیارغونې له امله د مسافرو او موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت د اګست میاشتې په پای کې د سالنګ لویې لارې د تړلو اعلان وکړ.

په خبرپاڼه کې ويل شوي وو چې دغه لويه لار د ٨٠ کيلومتره سړک د بيارغونې او ترميم له امله د مسافرو پر مخ تړل شوې ده.