افغانستان سویلي آسیا

له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو وروستي وخت په رارسېدو ددغو کډوالو اندېښنه

د بې اسناده کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان د ضرب الاجل اوه ورځې پاتې دي.

یو شمېر افغان کډوال وايي چې په بې برخلیکۍ کې ژوند کوي او له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو غواړي چې په دې اړه د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي.

دغه کډوال ټینګار کوي چې افغانستان ته په ستنېدو سره له یوې خوا له ګواښونو سره مخ دي او له بله پلوه یې لوڼې او ښځې کار او زده کړه نه شي کولاي.

ویل کېږي چې په پاکستان کې به د یو میلیون او اوه سوه زره افغان کډوالو ژوند اغېزمن کړي.

اوس دغه کډوال له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو غواړي چې د پاکستان د دغه کار مخه دې ونیسي.

په پاکستان کې افغان کډوال وارث سادات وايي: «د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ غواړو چې له پاکستانه دې د کډوالو د ایستلو بهیر وځنډوي او موږ ته دې یوه حل لاره پیدا کړي.»

په پاکستان کې افغان خبریال ظاهر بهاند وايي: «په پاکستان کې اوس مهال د کډوالو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی. که پاکستان د ایستلو بهیر عملي کړي، یو بشري ناورین به رامنځته شي. له ملګرو ملتونو زموږ غوښتنه دا ده چې د افغان کډوالو ستونزې دې تر یوه حده حل کړي.»

د پاکستاني رسنیو د شمېرو پر بنسټ، له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو له اعلان راهیسې، ۵۹ زره ۵۶۱ افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

اوس ظاهراً طالبان د پاکستان د دې پرېکړې د مخنیوي له امله د درې اړخیزې ناستې د ترسره کولو په لټه کې دي. هغه غوښتنه چې پاکستان تر اوسه نه ده منلې.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال “عبدالرحمن رشید” د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنر “لیونارد زولو” سره په لیدنه کې ویلي، چې پاکستان په دې اړه درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره تراوسه له ملګرو ملتونو سره هوکړه نه ده کړې.

سیاسي کارپوه اسدالله ندیم وايي: «ډېر شمېر افغانان د خپلو کیسونو مخ ته وړلو او بهر ته د تګ لپاره پاکستان ته تللي. يو شمېر لوېديځ هېوادونه د هغوى لېږدولو ته لېواله دي. له همدې امله پاکستان دا مسله درک کوي او د لوي امتیاز په لټه کې دی، تر هغې چې پاکستان ته امتیاز ور نه کړل شي. دغه هېواد به له ملګرو ملتونو او طالبانو سره همکاري ونه کړي.»

ویل کېږي په پاکستان کې ۱ میلیون او ۷۳۰زره افغان کډوال له اسنادو پرته ژوند کوي. هغه شمېرې چې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت هم تایید کړې دي.