افغانستان

د روغتیا نړیوال سازمان: د هرات په ۹ ولسوالیو کې د زلزلې له امله ۴۰ روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي دي

ولسوالی زنده‌جان هرات پس از زمین‌لرزه. عکس از آرشیف.

د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې د هرات د وروستۍ زلزلې له امله، په ۹ ولسوالیو کې ۴۰ روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي دي.
دغه سازمان په خپل راپور کې هرات ولایت ته د بشردوستانه مرستو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې برخه کې د زیانمنو شویو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۷ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته اړتیا ده.

خاطره د هرات له زلزلې وروسته له خپلو دریو ماشومانو سره په دې خېمه کې اوسېږي.

خاطره وایي: « ګرمې ورځې او یخې شپې له امکاناتو پرته تر خېمې لاندې تېروم. په خېمه کې ژوند مې ماشومان ناروغ کړي دي.»

د هرات دغه اوسېدونکې وایي، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

پر له پسې وروستیو زلزلو د هرات ښار او د دغه ولایت ولسوالیو اوسېدونکي بې ځایه کړي دي.
د ښار په شاوخوا او دښتو کې سلګونه کورنۍ په خیمو کې سړې شپې تېروي.

د هرات اوسېدونکي زرمینه وایي: «د سړې هوا او د تودوخې د امکاناتو د نشتوالي له امله مې د کورنۍ غړي ناروغه شوي دي. همدارنګه لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته نه لاس رسی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي یوو.»

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د هرات زلزلې په ۹ ولسوالیو کې لږ تر لږه ۴۰ روغتیايي مرکزونه زیانمن کړي او دې مسئلې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې سخت خنډ رامنځته کړی دی.
په دغه راپور کې راغلي چې دغه مرکزونه ۸۵۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې ۱۱۴ زره زلزله ځپلي د ژوند ژغورلو لپاره طبي مرستو ته اړتیا لري او د دې تشې ډکولو لپاره نږدې اته میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال سازمان په تېرو ورځو کې اعلان وکړ چې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یې د ۱۹ میلیونو ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

تر اوسه پورې له افغانستان سره د هېوادونو او مرستندویه بنسټونو له لوري څه دپاسه ٢٥ ميليونه ډالره مرسته شوې ده.