افغانستان

فایق: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت پېچلی او د اندېښنې وړ دی

دلته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست هېواد کې د بشري حقونو له وضعیته اندېښنه څرګندوي؛ وايي، د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه او ازادۍ د طالبانو له خوا تر پښو لاندې کېږي او افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت له پېچلو، څو اړخیزو ټولنیزو، سیاسي، امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «زموږ جدي اندېښنه د افغانستان د نجونو او ښځو د بنسټیزو ازادیو او حقونو په اړه ده. د طالبانو رژیم پر ښځو سیستماتیک تبعیض او د جنیست پر بنسټ محدودیتونه لګولي دی چې د زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند حق ته د لاس‌رسي پروړاندې خنډ ګرځېدلي.»

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست وايي، د طالبانو محدودیتونه د افغان نجونو او ښځو پروړاندې په جنسیتي اپارتاید او جنسیتي ځورونې بدل شوی دی.

د ښځو حقونو فعالانې هم چې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندل کېدو په لټه کې دي، ښځې له ډېری سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بهیرونو بې‌برخې ګڼي.

د ښځو حقونو فعاله مولوده توانا وايي: «له ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او مدني بهیرونو د ښځو سیستماتیک حذفول د جنسیتي اپارتاید یا جنسیتي تبعیض ښکاره بېلګه ده چې که څه هم په نړیوالو ناستو کې پرې بحث شوی خو لا هم د افغان مېرمنو وضعیت د لاخرابېدو شاهدان یو.»

عدلي نظام ته د ښځو د بشپړ لاس‌رسي نشتون یوه بله ننګونه ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په کمېټه کې ورته اشاره شوې؛ په ځانګړې توګه هغه ښځې چې له جبري ودونو او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

د ښځو حقونو فعاله کرستینا عزیزي وايي: «له نړیوالې ټولنې، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو له ملاتړ زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان د استازي خبرو ته پام وشي او تاوتریخوالي د کمښت، له بشري حقونو د سرغړونې او جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندلو په برخه کې عملي او جدي ګامونه پورته کړي.»

د طالبانو په څه د پاسه دوه کلنه واکمنۍ کې، له ښځو هېڅ ډول محدودیت نه دی لیرې شوی بلکې لیدل شوي چې محدودیتونو زیتوالی موندلی؛ تر دې چې په ټولنه کې یې د ښځو پر حضور هم کرښه راکاږلې ده.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او افغان ښځو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اندېښنې او خواخوږۍ څرګندولو پر ځای، په عملي اقدام سره پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو مخه ونیسي.