نن چهارشنبې غرمه مهال د کابل د لوېدیځ دشت برچي په یوه بازار کې چاودنه شوې ده.
په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر ایکس ټولنیزه شبکه ویلي چې دا چاودنه ددغه مارکېټ په پارکینګ کې شوې او له امله اور لګېدلی دی.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.
نوموړی زیاتوي چې ددغې چاودنې د څرنګوالي په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.