افغانستان

یونیسف: د هرات زلزلې د تلفاتو ۹۰ سلنه ښځې او ماشومان دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق وايي چې د هرات د زلزلې له ۹۰ سلنې زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.

یونیسف ټینګار کوي چې د سړې هوا په راتلو سره په راتلونکو څو میاشتو کې زلزله ځپلو سیمو کې د ماشومانو د روغتیا په اړه خورا اندیښمن دي.

دغه سازمان د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د ۹۶ زره ماشومانو په ګډون له ۲۰۰ زره کسانو سره د مرستې لپاره د ۲۰ میلیونه ډالرو د راټولولو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې د هرات په زلزله کې ۲۱ روغتیايي مرکزونو ته زیان اوښتی او تر نیم میلیون زیاتو خلکو ته یې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول ګډوډ کړي دي.

د سړې هوا په درشل کې هغه خیمې چې د هرات د زلزله ځپلو لپاره یوازنی سرپناه ده؛ خلک د خپلو ډیرو ننګونو په اړه غږیږي او د دې لنډمهاله سرپناوو سره د سبا لپاره د اندیښنو په اړه.

د هرات اوسېدونکې خدیجه وايي: «موږ ډېرې ستونزې لرو. که خدای مهربانه شي، او مرسته وکړي چې دا یوه ستونزه مو حل شي. زه زړه ښځه یم. د ۹ کسانو سرپرسته یم.»

ملګرو ملتونو ویلي، چې د هرات د زلزلې له امله زرګونه کسان مړه شوي او شاوخوا شل زره نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په مړه شویو کې ۹۰ سلنه ماشومان او ښځې دي او دا اداره د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره د هرات په اغېزمنو سیمو کې د ماشومانو د روغتیا په اړه سخته اندېښمنه ​​ده.

یونیسف ویلي چې په هرات کې ماشومان په بې ساري بېړني بشري وضعیت کې دي.

د هرات اوسېدونکی سید احمد وايي: «زما د نسل ځوانان او هغه ماشومان چې ښوونځيو ته ځي ټول ډارېدلي دي.»

یونیسف د طبیعي آفت له امله د هرات د زیانمنو خلکو لپاره له نړۍ د ۲۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې چې د هرات په اغیزمنو سیمو کې د ۹۶ زره ماشومانو په ګډون له ۲۰۰ زره کسانو سره مرسته وکړي. تر ټولو مهم لومړیتوب د ماشومانو او ښځو لپاره د روغتیایی خدماتو چمتو کول دي.

خبریال وحید پیمان وايي: «هغه اندیښنې چې هیوادونه یې مستحقو خلکو ته د مرستو رسولو په اړه لري، دا ټول عوامل د دې لامل شوي چې ډیری هیوادونه په احتیاط سره پریکړه وکړي چې څنګه له افغانستان او زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.»

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په هرات کې زلزلې لږ تر لږه ۲۱ روغتیايي مرکزونه زیانمن کړي او تر ۵۰۰ زرو زیاتو خلکو ته یې مرستې رسول اغېزمن کړي دي. خو د دغه سازمان په خبره د هرات په شپږو ولسواليو کې څه باندې ۲۱ زره کسانو ته روغتيايي مرستې رسېدلي دي.