سوداګري

رویټرز: طالبان د چین د «کمربند او لارې» په پروژه کې ګډون کوي

Photo credit: Reuters

رویټرز راپور ورکړی چې د چین د کمربند او لارې غونډه به د روانې اونۍ د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو په بېجینګ کې تر سره شي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي به د کمربند او لارې په اسمبله کې د ګډون لپاره د چین پلازمېنې بیجینګ ته سفر وکړي

د چين پلازمېنه بېجينګ ښار، روانه اوونه د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د چين د ولسمشر د نړيوال بنسټيزو تاسيساتو او انرژۍ د نوښت د لسمې کاليزې د لمانځنې لپاره تياری نیسي.

خو د سږ کال په جشن کې، به چین هم د طالبانو تر پښو لاندې سرې غالۍ هوارې کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ به یو پلاوی د چین د کمربند او لارې په اسبمله کې د ګډون لپاره بیجینګ ته سفر وکړي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند جواد اخوندزاده وايي: «هغه به برخه واخلي او لوی پانګوال به افغانستان ته راوبولي.»

طالبان تر اوسه هم په نړیواله کچه رسمیت نه لري، خو په داسې یوه غونډه کې دوی ته د ګډون بلنه او طالبانو ته رول ورکول د یوې لارې او یو کمربند پروژې په مسلو کې له حاشیې څخه د ډکو بحثونو څخه شمېرل کېږي.

د پوهنتون استاد سید مسعود وايي: «چین هڅه کوي چې د یوې کرښې او یوې لارې پروژې پر وړاندې خنډونه لرې کړي. چین غواړي دغه لاره د ځان لپاره خوندي کړي، د چین دا اقدام تر اوسه عملي اقتصادي اقدام نه دی، دا یو سیاسي او امنیتي اقدام دی. خو هغه د پاکستان له دهلېز څخه اقتصادي مسایل مطالعه کوي.»

د یوې لارې او یو کمربند ستره اقتصادي پروژه په ۲۰۱۳ کال کې د چین د ولسمشر له خوا پرانېستل شوه چې د دې پروژې پر بنسټ به د ورېښمو تاریخي لاره بیا ورغول شي او د نړۍ شاوخوا ۶۰ هېوادونه به د سوداګرۍ له لارې ونښلول شي.

د دې پروژې اصلي لاره له افغانستانه نه تېرېږي، خو چین په پرله پسې ډول په دې پروژه کې د افغانستان پر رول ټینګار کوي.

د یوې لارې او یوه کمربند په لسمه اسمبله کې د طالبانو له بلنې وړاندې، چین په وروستیو اونیو کې د همالیا ټرانس ترانزیټي سیمه ییزې ناستې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم بللی و.

د طالبانو د کورني او نړیوال مشروعیت په خلا کې د چین او طالبانو ترمنځ د اړیکو نږدېوالی.

طالبانو ته د ښځو او نجونو په وړاندې د سختو سیاستونو او له حقونو څخه د سرغړونې له امله بهرنیو غونډو ته بلنه ورکول او د بشری حقونو سرغړونه په هیواد کې، له پرله پسې نیوکو سره مخ ده.

یو شمېر ښځې چې د طالبانو پر سیاستونو اعتراض کوي وايي، له طالبانو سره دا ډول تعامل دوی ته د محدودیتونو په پلی کولو سره جرات ورکوي.