افغانستان

ریچارد بنت د افغانستان د شیعه وګړو د خوندیتوب غوښتونکی شو

د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت په بغلان ولایت کې پر شیعه لمونځ کوونکو د ځانمرګي برید په غبرګون کې، ددغه راز بریدونو د مخنیوي او د شیعه وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د جمعې په ورځ د تلې په ۲۱مه غرمه مهال د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار د سیلو پر لومړي سړک د شیعه وګړو د امام زمان په جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه وشوه.

ددې برید مسوولیت داعش ډلې پرغاړه اخیستی دی.

ویل کېږي چې په دې چاودنه کې اتلس تنه مړه او دېرش نور ټپيان شوي دي.

ریچارد بنت د دې برید په غندلو سره د قربانیانو له کورنیو سره خپله همدردي څرګنده کړې ده.

هغه تېره شپه پر ایکس ټولنیزه پاڼه لیکلي: «د افغانستان د شیعه وګړو خوندیتوب او په اړه یې ځواب ویل چې لا هم په نښه کېږي، اړین دي.»

له دې مخکې هم د افغانستان د هزاره او شیعه وګړو په جوماتونو، عمومي ځایونو، ښوونیزو مرکزونو او روغتونونو هدفي بریدونه شوي دي.