Uncategorized @ps افغانستان

د بشر حقونو د څار سازمان: پاکستان کې د افغاان کډوالو وضعیت د اندېېښنې وړ دی

د بشري حقونو د څار سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې دغه کډوال له ډېرې مودې راهیسې په پاکستان کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي لوبو په لړ کې د دوی حقونو ته په نه پام سره اخوا او دې خوا ټېل وهل کیږي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیايي څانګې مرستیال ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل دوی له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیایي څانګې مرستیاله پاتریشیا ګاسمن وایي: «افغانان له ډېرې مودې راهیسې په پاکستان کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي لوبو په لړ کې د دوی حقونو ته په نه پام سره اخوا او دې خوا ټېل وهل کیږي.»

په داسې حالاتو کې چې میشت هیوادونه په شا کیږي او ملګري ملتونه د پاکستان له اعلان بې پروا شوي، افغانان خپل هېواد ته د بیرته ستنیدو، د طالبانو له خوا د ځورول کېدو او د بشري ناورین له خطر سره مخ دي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي چې پاکستاني پولیس یې ځوروي او له امله یې په رواني ناروغیو اخته کړي دي.

افغان تمیم غیاثي یو نیم کال وړاندې د امریکا ویزې ترلاسه کولو لپاره پاکستان ته پناه راوړه.


هغه تېره اوونۍ د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د پولیسو له خوا ونیول شو او د قانوني اسنادو له لرلو سره سره هم پاکستاني پولیسو هغه دوه ساعته زنداني کړی وو.

نوموړی وایي: «پولیسو زه د اکتوبر په نهمه ونیولم او د پولیسو مرکز ته یې انتقال کړم. چې د پاکستاني ملګرو په هڅو دوه ساعته وروسته بېرته خوشې شوم، خو هغه افغانان چې څوک پېژندګلو نه لري، نیول کیږي او بندیان کیږي. زه د پاکستان له حکومت غواړم. د هغو افغانانو ځورورل چې د طالبانو له وېرې تښتېدلي او په پاکستان کې یې پناه اخیستې، باید ودرول شي.»

شفیع الله دوست د هېواد په رسنیو کې له لسو کلونو کار کولو وروسته له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډوال شوی دی.
وايي چې د پاکستاني پوليسو له خوا د نيول کېدو او ځورولو له وېرې له کوره نه وځي.

هغه وایي:«که څه هم د پاکستان حکومت ویلي چې له دې وروسته افغانان نه ځوروي، خو بیا هم د پاکستان په ځینو سیمو کې افغانان د پولیسو له خوا نیول کېږي او ځورول کېږي، زه د دې له وېرې چې د پولیسو له خوا ونه نیول شم او ونه ځورول شم، له کوره نه وځم. چې راته یې روغتیایی ستونزه پیدا کړې او په رواني ناروغۍ اخته شوی یم.»

د اکتوبر په درېیمه نېټه د پاکستان حکومت د ټولو بې اسناده کډوالو د ایستلو حکم صادر کړ چې په کې ۱.۷ میلیونه افغانان هم شامل دي. دغه هېواد ټولو کډوالو ته وخت ورکړی چې د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې دې له دې هېواده ووځي.

خو له دې پرېکړې څو ورځې وروسته د پاکستان موقت لومړي وزیر له جیونیوز پاکستان سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان پولیس هغه کسان نیسي چې بې له کومو قانوني اسنادو په پاکستان کې اوسېږي.
له دې څرګندونو وروسته طالبانو هم د پاکستان له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره دې د افغانانو د نیولو او ایستلو لړۍ ودروي.