افغانستان

ملګري ملتونه: د هرات د چهارشنبې ورځې په زلزله کې ۱۴۰ تنه ټپیان او ۱۱۰ کلي زیانمن شوي

ملګرو ملتونو ویلي چې هرات ولایت کې د چهارشنبې ورځې په زلزله کې د ۱۴۰ تنو د ټپي کېدو ترڅنګ څه د پاسه ۱۱۰ کليو ته هم زیان رسېدلی او په ګلران او انجیل ولسوالیو کې یو شمېر کورونه زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند اسټیفن دوجاریک چې د چهارشنبې په ورځ یې یوه خبري ناسته کې خبرې کولې وویل، چې د هرات په زلزلو کې کابو ۱۷ زره تنه زیانمن شوي دي.

هغه همداراز ټنیګار وکړ، چې د ملګرو ملتونو نړیوالو مسوولینو دا زلزله او له زلزلو وروسته د خلکو اړتیاوې ارزولې او زلزله‌ځپلو ته مرستې برابروي.

چهارشنبه سهار د تلې میاشتې پر ۱۹ نېټه د رېښتر په کچه ۶.۲ درجې، ۵ درجې او ۴.۳ درجې زلزلو د افغانستان لوېدیځ کې د هرات ولایت ځینې برخې ولړزولې.

د هرات په روغتون کې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي و، چې له دغو زلزلو وروسته تراوسه ۱۱۵ ټپیان او یو مړ دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

چهارشنبه سهار لومړنی زلزله کابو ۰۵:۱۱ دقیقې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې شنبه سهار هم ۶.۳ رېښتره پیاوړې زلزلې د هرات ولایت زنده‌جان ولسوالي ولړزوله.

طالبانو ویلي چې د دې زلزلې په پایله کې څلور زره تنه مړه او ټپیان شوي دي.