افغانستان

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه؛ د طالبانو مخالفو پوځي جبهو ته خبرداری

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د هغه چا ملاتړ نه کوي، چې له تاوتريخوالي څخه په استفادې په افغانستان کې سياسي بدلون غواړي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې ټینګار کړی چې د افغان اتباعو په ګډون به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان د سیاسي بدلون لپاره د بریتانیا خاوره وکاروي. د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت دغې اعلاميې غبرګونونه هم راپارولي دي.

د مقاومت جبهې یوه غړي ویلي چې بریتانیا د طالبانو له منګولو د خپلو وګړو د خلاصون لپاره «د آزادۍ غوښتونکو او ارزښت پلوه ځواکونو خلاف د اعلامیې صادرولو» ته مخه کړې ده.

 دا په داسې حال کې چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هیواد څلور وګړي د طالبانو له بنده خوشي شوي دي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت اعلاميه، د طالبانو خلاف پوځي جبهو ته نرم خبرداری او له طالبانو سره د تعامل لاس.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي دي، د هغه چا ملاتړ نه کوي چې غواړي د تاوتریخوالي له لارې په افغانستان کې سیاسي بدلون راولي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې بريتانيا به د افغانانو په ګډون هيچا ته اجازه ورنه کړي چې د بريتانيا له خاورې د دې هدف د اخيستو لپاره کار واخلي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: «بریتانیه د هغو خلکو ملاتړ نه کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې سیاسي بدلون غواړي. د وسله وال تاوتریخوالي یا تاوتریخوالي ته د هڅولو له لارې سیاسي بدلون د بریتانیا د قانون له مخې جرم دی او په اړه یې څېړنه کېږي.»

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې اوس له طالبانو سره له خبرو پرته بله چاره نشته.

دا مهال په افغانستان کې دوې پوځي جبهې، د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت جبهه او د افغانستان د ازادۍ جبهه، وخت په وخت د خبرپاڼو په خپرولو سره پر طالبانو د جګړو او بریدونو راپورونه ورکوي.

فضل احمد معنوي چې د مقاومت د جبهې د مشرتابه یو غړی دی، د برتانیې د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې په غبرګون کې په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د طالبانو له یرغمل شویو د خپلو څو تنو وګړو له خوشې کیدو وروسته، بریتانیا موافقه وکړه چې د دغو ځواکونو پر ضد یوه اعلامیه خپره کړي چې د ښاغلي معنوي په وینا د ازادۍ مینه وال او د ارزښتونو پلوي دي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې چې پرون یې د طالبانو له بند څخه د خپلو څلورو اتباعو د خوشي کولو خبر ورکړ، دغه اعلامیه خپره کړه.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي:«څلور کسان چې د افغانستان له قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي وو، خوشې شوي دي. موږ د  برتانوي اتباعو د کورنیو په استازیتوب، د افغانستان له اوسنۍ ادارې د دې هېواد له قوانینو د هر ډول سرغړونې له امله بخښنه غواړو.»

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په یوه جلا دریځ کې فرانسې ته د خپل سفر پرمهال د طالبانو پر ضد د دغې جبهې پوځي فعالیتونه د ازادۍ لپاره د افغانانو مبارزه وبلله او ټینګار یې وکړ چې افغانان یوازې پاتې شوي دي.

احمد مسعود وايي: «مېرمنو او ښاغلو او زما ملګرو، په افغانستان کې ډیموکراسي مړه نه ده، خلک د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي، موږ یوازې پاتې شوي یوو.»

د تېر حکومت د ولسي جرګې غړی عارف رحماني وايي: «موږ له داسې نړۍ سره مخ یو چې له افغان ملت، افغان ښځو او افغان ولس سره یې خیانت کړی دی. موږ له یوې نړیوالې او سیمه ییزې دسیسې سره مخ یو.»

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې په پرله پسې ډول ویلي چې طالبان د خبرو اترو په لټه کې نه دي او مجبور دي چې پر وړاندې یې په جګړه او نښته لاس پورې کړي.