افغانستان

له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د شل میلیون ډالري مرستې غوښتنه

د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده.

ددغه سازمان په راپور کې ویل شوي چې له زیانمنو سره مرسته بیړنۍ اړتیا ده.

د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي چې د هرات په زلزله کې تر ډېره ښځې او ماشومان مړه شوي او ټپیانو او زلزله ځپلو ته د رسېدنې لپاره شل میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

له دې سره همهاله، یو شمېر هېوادونو نقدي او غیرنقدي مرستې اعلان کړې دي.

د چهارشنبې تر ورځې ملګروملتونو ۵ میلیون ډالر، اروپايي ټولنې ۳،۵ میلیونه یورو، استرالیا یو میلیون ډالر، د عزیزي بانک خاوند څه د پاسه دوه میلیون ډالر او چین ۲۰۰ زره ډالر له افغانستان سره مرسته کړې ده.

خو د یو شمېر زیانمنو په وینا دا مرستې بسندویه نه دي.

د اروپايي ټولنې د بحران د مدیریت کمېشنر یانیش لینارچیچ وايي: «موږ تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو او هېڅکله موږ افغانستان نه دی پرېښی، بشردوستانه مرستې دلته د خلکو لپاره دي او نن هم دې ځای ته له خلکو سره د مرستې لپاره راغلي یو.»

ایران، پاکستان، ترکیې، ازبکستان، قزاقستان او یوشمېر نورو هېوادونو د خوراکي او نورو اړتیاوړ توکو مرستې کړې او یا یې د ژغورنې ډلې د پېښې سیمې ته لېږلې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام هم اعلان کړی چې په هرات کې اویا زره تنو ته د مرستې بستې ووېشي.

خو د هرات یو شمېر زلزله ځپلي د مرستو د وېش پر بڼې نیوکه کوي او د مرستو د ښه مدیریت غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې دي چې تراوسه د هرات د زلزلې ټکانونه دوام لري. په وروستي مورد کې نن په هرات ښار او ځینو ولسوالیو کې د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزله وشوه چې یو شمېر کسان پکې ټپیان شول.