افغانستان

ملګري ملتونه: د هرات زلزلې له درېیو دوه برخه قربانیان ښځې او ماشومان دي

ملګري ملتونه وايي، د هرات د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳۰۰ تنو ته رسېدلی او تر اوسه نږدې ۵۰۰ کسان نادرکه دي.

دغه سازمان ټینګار کوي چې د دغې زلزلې د قربانیانو دوه پر درېیمه برخه ښځې او ماشومان دي او له زلزلې وروسته ماشومان له سختو رواني زیانونو سره مخامخ شوي دي.

له بلې خوا د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې لا هم له خاورو لاندې شويو کسانو د ژغورنې عمليات روان دي.

په دې راپور کې د ځینو هغو اوسیدونکو انځور شوی دی چې د خپلو کورنیو غړي او ټول شته یې له لاسه ورکړي دي.

یو ۷۰ کلن سړی وايي چې د خپل ژوند د تر ټولو تورو ورځو شاهد دی. هغه د خپلې کورنۍ اته غړي له لاسه ورکړي دي.

نوموړی زیاتوي: «وینې چې موږ بهر په لمر کې ناست یو، هر څه ویجاړ شوي دي، موږ د تګ لپاره هیڅ ځای نه لرو، او نه کولای شو دلته پاتې شو، زموږ احساس ویلو ته اړتیا نه لري، ژوند مو درلود، ماشومان مو درلودل، هر څه پای ته ورسېدل او لاړل.»

په بل کونج کې ښځې تر خیمو لاندې ناستې دي او د خپلو خپلوانو په یاد ژاړي چې د زلزلې قرباني شوي دي. زلزلې د ټولو هر څه ترې واخیستل او اوس نه سرپناه لري او نه هم د ژوند لپاره توکي

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکې شیرین ګل وايي: «د سهار ١١ بجې وې، ښار ته د تره کور ته لاړو، د واده لمانځنه يې کوله، زموږ ټولې خوښۍ په غم بدلې شوې.»

د هرات کې له ناورینې زلزلې پنځه ورځې تېرې شوې. تر اوسه په زنده جان ولسوالۍ کې د ژغورنې عملیات روان دي. خو اوس له ویجاړیو لاندې د بندو کسانو د را ایستلو لپاره ډېر ځواکونه لاس په کار شوي، د قدرت الله په څېر چې وايي، تر خاورو لاندې یې ډېر جسدونه را ایستلي دي او د سختو او وحشتانکو شېبو شاهد و.

د ژغورنې ډلې غړی قدرت الله وايي: «ما د ۷ یا ۸ ماشومانو مړي را ایستلي، یوه بوډا، یوه مور او یوه نجلۍ چې تر خاورو لاندې پاتې وو.»

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په هرات کې د زلزلې له امله څه باندې ۱۲ زره کسان اغیزمن شوي دي.  د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ تر اوسه له ۱۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي او شاوخوا ۵۰۰ نور نادرکه شوي دي.  دا شمېرنې لا تر اوسه وروستۍ نه دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق وايي: «له هغې زلزلې درې ورځې وروسته چې هرات ولایت یې ولړزاوه او تر ۱۲۰۰۰ ډېر کسان یې اغېزمن کړل ټکانونه دوام لري. د ټولنې په کچه د ارزونو پر بنسټ، زنده جان ولسوالۍ تر ټولو بده ولسوالۍ ده چې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان پکې مړه شوي او نږدې ۵۰۰ کسان نادرکه دي.»

ملګرو ملتونو ویلي چې د هرات د زلزلې د قربانیانو دوه پر درېیمه برخه ماشومان او ښځې دي او ماشومان له زلزلې وروسته له نویو رواني صدمو سره مخ شوي دي.