افغانستان

د قوش تپې کانال لومړۍ برخه په ۱۸ میاشتو کې بشپړه شوه

یو شمېر طالب چارواکو نن چهارشنبې په بلخ ولایت کې د یو لړ مراسمو پرمهال د قوش تپې کانال لومړۍ برخه ګټې اخیستو ته وړاندې کړه.

د طالبانو تر ادارې لاندې انکشاف ملي شرکت په وینا، ددغه کانال د کیندنې کار په اتلسو میاشتو کې بشپړ شوی دی.

د قوش تپې کانال د (لومړي فاز) لومړی پړاو ۱۰۸ کیلومتره و چې له آمو سینده پيل او په دولت آباد ولسوالۍ کې ختم شوی دی.

ددغې ادارې په وینا، ټاکل شوې وه د لومړي فاز کار په دوو کلونو کې بشپړ شيو خو د مسوولینو په هڅو او زیار سره له ټاکل شوې مودې مخکې یې کار پای رسېدلی دی.

دغې ادارې ویلي چې د لومړي فاز لګښت هم له ټاکل شویو پیسو کم و چې د پرانیستو په ورځ به اعلان شي.

د انکشاف ملي ادارې لپاره د طالبانو د مطبوعاتو مسوول زیاته کړې چې د لومړي فاز له پای ته رسېدو سره همهاله د دوهم فاز د سروې او ډیزاین کار روان دی.

ددغه کانال درېیم فاز د بلخ له دولت آباد ولسوالۍ پیل او له آقچې ولسوالۍ په تېرېدو د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي چې ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري.

ددې پروژې په درېيم فاز کې فرعي کانالونه په پام کې نیول شوي دي.

د قوش تپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی او ۸،۵ متره پلنوالی لري چې په یوه ثانیه کې ۶۶۸،۴ متر مکعبه اوبه لېږدوي.

ددغه کانال د کار په بشپړېدو سره به د هېواد په شمال کې ۵۸۰ زره هکتاره ځمکه په کرنیزو ځمکو بدله شي.