افغانستان

له احتمالي زلزلې د هرات د اوسېدونکو وېره؛ خلک شپې په سړکونو او دښتو کې تېروي

د هرات زیات شمېر اوسېدونکي د زلزلې وروسته ټکانونو له وېرې خپلې شپې او ورځې په سړکونو او میدانونو تیروي.

دغه اوسېدونکي وايي، چې په سړو خېمو کې شپې تېروي او له لومړۍ زلزلې درې ورځې او شپې تېرې شوې، خو وضعیت بېرته عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.

د وروستۍ زلزلې یو شمېر قربانیان وايي، چې خپل هر څه یې له لاسه ورکړي او په بد وضعیت کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هرات ښار د شنبې ورځې له زلزلې وروسته د سختو او لږو ټکانونو شاهد و.

د هرات اوسېدونکي وايي، چې تر دې دمه وضعيت بېرته عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي د زلزلې وروسته د سختو ټکانونو له وېرې اوس له خپلو کورنیو سره پر سړکونو ژوند کوي.

دلته له هرات ښار څخه پنځلس کیلومتره لیرې ځايي اوسېدونکي دښتو او کرنیزو ځمکو ته کډه شوي او له درېیو شپو راهیسې تر خیمو لاندې ژوند کوي.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له دې زلزلې وروسته تر اوسه له شلو څخه د زیاتو ټکانونو شاهدان وو.

دوی وايي چې ورځې د لمر په ګرمۍ او شپې له کوره بهر په یخنۍ کې تېروي.

زلزله ځپلي ټینګار کوي چې په دې ورځو او شپو کې په بد حالت کې دي او په ویجاړو کورونو او تر خېمو لاندې ژوند ورته ستونزمن شوی دی.

۲۷ کلنه زرمینه د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکې ده. هغې د شنبې ورځې په زلزله کې د خپلې کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړي دي.

هغه وايي: «ټول ژوند مې له منځه ولاړ او د ژوند دوام ته هیله نه لرم.»

د شنبې په ورځ ۱۱:۱۱ دقیقو د هرات ځینې ولسوالۍ په ځانګړې توګه د زنده جان سیمې د ۶.۳ درجې د ریکټر په کچه زلزلې ولړزولې.

طالبانو په دې پېښه کې د مړو او ټپیانو شمېر لږترلږه څلور زره اعلان کړی دی.