افغانستان

د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ملګروملتونو او نړۍ د یو شمېر هېوادونو د چمتووالي اعلان

ناروې، جاپان، پاکستان، جرمني، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو هم د همکارۍ او بېړنیو مرستو اعلان کړی دی.

د هرات د ناورین کچه هر ساعت پراخیږي، زرګونه قربانیان، زرګونه بې کوره او لا هم یو شمېر تر ویجاړیو لاندې.

د هرات اوسېدونکی وايي: «ویجاړۍ شته دي. داسې کسان شته چې باید وژغورل شي. هغه ځوانان چې د کار سړي دي، بیلچه دې را واخلي او دلته دې ځانونه راورسوي.»

طالبانو اعلان کړی، چې هرات ته یې له بېړنیو مرستو سره لس مرستندویه ډلې استولي دي، خو د ناورین کچې ته په کتو دغه مرستې بسنه نه کوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر وايي: «په شتمنو غږ کوو چې څومره یې وس رسیږي، مرستې دې وکړي. موږ خپله هڅه کړې او کوو یې.»

ملګرو ملتونو هم تر اوسه له زرګونو ټپيانو او قربانيانو سره محدودې او کمې مرستې اعلان کړې دي. دغه سازمان وايي، چې د خوړو نړيوال پروګرام، د روغتيا نړيوال سازمان، د کډوالۍ نړيوال سازمان او د دغه سازمان يو شمېر نورو بشري همکارانو په دې برخه کې د سرپناه، خوړو چمتو کولو، روغتیایيي او نورو مرستو رسول پيل کړي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د بیړني غبرګون ډله هم هرات ته تللې ده.

طالبانو له مرستندويه بنسټونو، شتمنو او خلکو غوښتي دي چې مرستې ته ورشي، په ځانګړې توګه روغتيايي مرستو، ځکه د هرات روغتون نه د درملنې لپاره ډېر بسترونه لري او نه هم د زيانمنو لپاره کافي درمل.

د افغانستان له ګوټ ګوټ هم هېوادوالو له قربانیانو سره خپل یووالی ښودلی دی.

د ننګرهار اوسېدونکی حنیف الله اخندزاده وايي: «د ننګرهار خلک په دې پېښه خواشیني دي، د ننګرهار ځوانان هڅه کوي چې د مرستو رسولو لړۍ پیل کړي او له خپلو هېوادوالو سره مرستې ته ولاړ شي.»

د کابل اوسېدونکی اقبال احمد صافي وايي: «موږ د دوی په غم کې ځان شریک ګڼو. ډېر خواشینی یو. موږ له نړیوالو بنسټونو غواړو چې زموږ له هیوادوالو سره مرسته وکړي.»

ناروې، جرمني، جاپان، ایران، پاکستان او د اسلامي همکاریو سازمان د هرات د زلزلې له قربانیانو سره خپله خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې له زیانمنو سره به مرسته وکړي.

په ورته وخت کې حامد کرزي، عبدالله عبدالله، د ملي مقاومت جبهې او یو شمېر سیاستوالو هم له کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د هرات له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.