افغانستان

د امریکا د ځمکپوهنې مرکز: د زلزلې مرکز د هرات ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې زنده‌جان ولسوالي وه

د افغانستان په شمال لوېديځ کې له خونړۍ زلزلې وروسته د امريکا د جیولوجي ادارې د دغې نقشې په خپرولو سره د یادې زلزلې ژورتيا، شدت او مرکز اعلان کړ.

د یادې ادارې د راپور له مخې، د زلزلې مرکز د هرات ښار په څلويښت کيلومترۍ کې د زنده جان ولسوالۍ وه.

د دغه راپور پر بنسټ زلزله د بادغيس او فراه ولايتونو او د ايران، ترکمنستان او ازبکستان په هېوادونو کې هم احساس شوې ده.

په ورته وخت کې د هند د جیولوجي مرکز اعلان کړی، چې تېره ورځ د غرمې ۱۲ بجو، ۴۲ دقیقو او ۵۰ ثانیو کې د ریښتر په کچه دوه درجې او د ۳۴ کیلو مترو په ژوروالي سره لومړنۍ زلزلې هرات او شاوخوا ځایونه ولړزول.

د هند د جيولوجيکي مرکز د راپور پر بنسټ، له لومړۍ زلزلې وروسته، بله زلزله د رېښتې په کچه نهه درجې د لس کیلو مترو په ژوروالي سره شاوخوا يوه بجه، لس دقيقو او ٣٠ ثانيو کې رامنځته شوه.

دغه مرکز ليکلي، چې له دویمې زلزلې وروسته بلې زلزلې د شاوخوا دوه ساعتونو په واټن سره یعنې ۲ بجو، ٥٧ دقيقو او ٢٥ ثانيو کې د رېښتر په کچه ۵ درجو او د ٧٠ کيلومترو په ژوروالي سره هرات ښار او شاوخوا سیمې ولړزولې.

د سيمه ييزو معلوماتو پر بنسټ، د هرات په زنده جان، کرخ او غوريان ولسواليو کې درانه ځاني او مالي زيانونه اوښتي او په همدې حال کې د زلزلې مرکز چې زنده جان ولسوالۍ وه، ډېر زيان وراوښتى دى.

وردګ، سربلند، سنجاب، کشکک، ازقولک، نایب رفیع، سیاه آب او کرنیل په نوموړو درېیو ولسوالیو کې هغه کلي دي چې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند د کلیو د نوم له اخیستو پرته خبر ورکړی، چې په هرات کې د زلزلې له امله ۱۳ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د طالبانو د وياند د شمېرو پر بنسټ، په دې پېښه کې یو زر او ۳۲۰ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

هرات یو له لوېدیځو ولایتونو او د هېواد له لویو ښارونو څخه دی، چې د تېر حکومت د ۲۰۱۹ کال د سر شمېرنې پر بنسټ یې نفوس نږدې دوه میلیونه اټکل شوی و.

هرات له ایران سره هم ګډه پوله لري او له ایران سره د افغانستان یوه له سوداګریزو لارو څخه ده.