افغانستان

په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو پر دوام د روسیې او ازبکستان ټینګار

کرملین په یوه اعلامیه کې ویلي چې روسیه او ازبکستان به په افغانستان کې د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په دغه اعلاميه کې راغلي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت په بشپړه توګه د منځنۍ اسيا امنيت او پراختيايي ګټې برابروي.

د روسیې تاس خبري اژانس لیکلي چې په افغانستان کې سولې او ثبات ته رسېدل د مسکو له لومړیتوبونو څخه دي.

له بلې خوا د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د افغانستان د سولې او ثبات په تامین کې د ګاونډیو هېوادونو رول مهم بولي.

د روسیې او ازبکستان د ولسمشرانو تر لیدنې وروسته کرملین یوه اعلامیه خپره کړه چې پر اساس یې دغو دواړو هېوادونو د افغانستان د سولې لپاره د هڅو ژمنه کړې ده.

د روسیې تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې مسکو او تاشکند به د افغانستان د ثبات لپاره هڅې وکړي او په افغانستان کې سوله په بشپړه توګه د منځنۍ اسیا امنیت او پراختیايي ګټې برابروي.

د کرملین د اعلاميې په یوه برخه کې راغلي: «د افغانستان سولې او ثبات ته چې د منځنۍ اسیا او ګاونډیو سیمو د امنیت او پرمختیايي ګټې برابروي لومړیتوب ورکړل شي.»

روسیې او ازبکستان په ګډه له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان په مسئله کې له نړیوالې ټولنې سره په ځانګړې توګه د دغه هېواد د اقتصاد د ښه والي او هوساینې په برخه کې اساسي همغږي کوونکی رول ولوبوي.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې مسکو او تاشکند د افغانستان د امنیت او اقتصاد په اړه اندېښمن دي.

د مسکو فارمټ په نوم د افغانستان په اړه په پنځمه سیمه ییزه غونډه کې روسیې له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي په افغانستان کې د سولې او ثبات په برابرولو کې د سیمې د هېوادونو رول مهم بولي.

د افغانستان ګاونډیو هېوادونو تل د افغانستان په اړه خپلې امنیتي اندېښنې څرګندې کړي دي او له طالبانو یې غوښتي چې د دوحې د تړون پر اساس عمل وکړي.

په تر ټولو تازه مورد کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي له افغانستانه پر پاکستان برېدونه کړي دي.