په هرات، بادغیس او فراه ولایتونو کې د څو ځله زلزلې له امله شل تنه مړه او ۵۰ نور ټپيان شوي دي.
د هرات لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي چې دغې زلزلې د ځاني تلفاتو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.
همداراز نسبتا سختې زلزلې د بادغیس د مرکز قلعه نو او هرات ښار ځینې برخې ولړزولې.
دا زلزله د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې بلل شوې ده.
له دغې زلزلې وروسته لا هم څو ځله زلزله شوې او تراوسه په هرات ښار او شوا خوا سیمو کې څلور کوچنۍ زلزلې شوې دي.
درېیمه زلزله دومره سخته وه چې په ایران او ترکمنستان کې هم احساس شوې ده.
له زلزلې وروسته بیا په ځایي وخت ۱۱:۲۰ دقیقو په زنده جان ولسوالۍ کې دوهم ځل په ۱۱:۴۰ دقیقو په ۴،۷ درجې سره په دې سیمه کې او درېیم ځله هم له هغې څو شیبې وروسته شوې ده.
همداراز، په ځایي وخت ۱۲:۱۲ دقیقې یو ځل بیا په هرات او شاوخوا ولایتونو کې د رېښتر په کچه ۵،۹ درجې زلزله شوې چې د ایران په سرحدي ښارونو او ترکمنستان کې هم احساس شوې ده.
د ویلو وړ ده چې د هرات دولتي مرکزونه، پوهنتونونه، ښوونځي او همداراز د اسلام کلا ګمرک په ګډون ادارې تړل شوې دي.
د زلزلې سنجولو د نړیوال مرکز د راپور له مخې، ددغې زلزلې مرکز د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د مرکز د ځمکې له لس کیلومترۍ کې و.
دغو پرلپسې زلزلو خلک ویرولي او له خپلو کورونو څخه سړکونو ته وتلي دي.
په هرات ښار کې سرچینې وایي چې اوسمهال د هرات ښار په ټولو برخو کې د زلزلې له امله برېښنا پرې شوې ده.