افغانستان

فایق له نړۍ وغوښتل پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي

د ملګروملتونو د بشري، ټولنیزو او کلتوري چارو کمیټه، په نړۍ کې د ښځو وضعیت د بحث وړ موضوع ده.

دلته په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د ښځو د ژوندانه د محدودولو لپاره د طالبانو د څه د پاسه ۵۰ فرمانونو د صادرولو خبره کوي؛ له کار او زده کړو مخنیوی بیا له محرم پرته د ښځو د سفر تر منع کولو او له بشري حقونو، نیول کېدو، شکنجې او ځپلو پورې.

نصیر احمد فایق نړۍ د بندیزونو لګولو او جنسیتي اپارتاید په ګډون د طالبانو په وړاندې د فشار د ټولو امکاناتو کارولو ته رابولي.

په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي: «هېوادونه دې د بشري حقونو د سرغړونې، د اصولو او تدوین لپاره د هڅو او نظامند نژادي تبعیض یا جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندلو په ګډون بندیزونو لګولو په ګډون له ټولو ابزارونو کار واخلي. په یوه آواز او واحد دریځ پر طالبانو فشار راوړلی شي ترڅو خپل سیاستونه ودروي، د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام او پر خپلو ژمنو عمل وکړي.»

په ملګروملتونو کې د اندونیزیا استازی هم د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي؛ له زده کړو د بې برخې کېدو، روغتیایي خدماتو د بشپړ نه لاسرسي او ناڅرګند راتلونکي په اړه. هغه وايي نړیواله ټولنه باید له بیانیو اخوا د افغان مېرمنو حقونو د تضمین لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي.

په ملګروملتونو کې د اندونیزیا دایمي استازی هاری پرابوو وایي: د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د حقونو په کمزوري کېدو سره، د بشردوستانه مرستو پر بڼې ټینګار نه شي کېدای. د اوسنیو چارواکو له خوا لګول شوي محدودیتونه د افغان ښځو او نجونو پر راتلونکي منفي اغېز لري. له دې امله، د نړیوالې ټولنې مسوولیت روښانه دی ـ په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکول او په عین حال کې له بشردوستانه مرستو ساتنه.»

په دې لړ کې، اندونیزیا په نومبر میاشت کې د افغان مېرمنو د موضوع په چورلیز د سیمې او نړۍ هېوادونو په ګډون د ناستې ترسره کېدو خبر ورکوي. ښځینه فعالانې په دې ناسته کې د ښځو پر برخه اخیستو ټینګار کوي.

د ښځو حقونو فعاله مسعوده کوهستانۍ وايي: «د افغانستان معترضو مېرمنو ته بې پامي مه کوئ، یوه معترضه افغان مېرمن په دې ناسته کې له ځان سره ولرئ او د دوی غوښتنې د هغوی له خولې واورئ.»

طالبانو په افغانستان کې له بیاځلې واکمنېدو وروسته، پر ښځو ګڼ شمېر محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي. که څه هم افغان مېرمنې او نړیواله ټولنه په پرلپسې توګه د دغو محدودیتونو پر لیرې کولو ټینګار کوي، خو داسې ښکاري چې کومه پایله یې نه ده لرلې.