افغانستان ښځې

له افغان مېرمنو په ملاتړ د ملګروملتونو د اتیا غړو هېوادونو ګډه اعلامیه

د ملګرو ملتونو ۸۰ غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د ښځو او نجونو د حقونو په وړاندې د طالبانو فرمانونه د اسلامي او بشري حقونو د ارزښتونو خلاف بللي دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې لانا زکي نصیبه چې د ۸۰ هېوادونو په استازیتوب یې دغه اعلامیه ولوستله، وویل چې په افغانستان کې د طالبانو فرمانونه د نړۍ په کچه د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض، ظلم او تاوتریخوالي تر ټولو سخت او سیستماتیک ډول دی.

په دې اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې سمدستي د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول محدودیتونه لغوه کړي.

د نړۍ ۸۰ هېوادونو د لومړي ځل لپاره په یوه ګډه اعلامیه کې د ښځو په وړاندې د طالبانو فرمانونه د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو خلاف وبلل.

دغه اعلامیه چې د متحده عربي اماراتو، استرالیا، چیلي، جاپان، هسپانیا او د ملګرو ملتونو د ۷۴ نورو غړو هېوادونو او اروپايي ټولنې له خوا لاسلیک شوه، د متحده عربي اماراتو د استازې لانا نصیب له خوا ولوستل شوه.

 په دې اعلامیه کې خبرداری ورکړ شوی، چې د طالبانو سیاستونه به په افغانستان کې اقتصادي ناورین زیات کړي او روغتیايي خدمتونو ته به د ښځو او نجونو د لاسرسي مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو د اتیا غړو هېوادونو د ګډې اعلامیې یوه برخه کې راغلي: «موږ د طالبانو د هغو حکمونو په اړه چې په نړۍ کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض، ظلم او تاوتریخوالي تر ټولو سخت او سیستماتیک ډول دی، ډېر اندېښمن یو.»

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې لانا زکي نصیبه وايي، په افغانستان کې ښځې او نجونې له کار او په عامه ژوند کې د ونډې اخیستو په ګډون له خپلو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو بې برخې دي او د طالبانو د بشري حقونو سخت بندیزونه ښايي په جنسي ځورونې بدل شي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې د افغان مېرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو فرمانونه د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو خلاف بولي.

یو شمېر محصلینې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړلو دوام یو بشري ناورین ګڼي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د ښځو او نجونو له حقونو د محرومیت ستونزه یوه «کوچنۍ داخلي مسئله» بللې ده.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازي وايي، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له تصویب څخه ۷۵ کاله تېرېږي، خو لا هم په افغانستان کې ښځې او نجونې ځورول کېږي.