ورزش

د چین له آسیايي لوبو هېواد ته د افغان لوبغاړو د لومړۍ ډلې راستنېدل

د افغانستان د ورزشکارانو لومړۍ ډله د چین په کوربه توب د اسیایي لوبو د برونزو له درېیو مډالونو سره هېواد ته راستانه شوه.

په کابل کې د دغو لوبغاړو تود هرکلی وشو.

افغانستان تر اوسه په تکواندو، ووشو او کوریش کې څلور د برونزو مډالونه ګټلي دي.

د افغان ورزشکارانو لومړۍ ډله چې په اسيايي لوبو کې د ګډون لپاره چين ته تللې وه، د برونزو له درې مډالونو سره هېواد ته راستانه شوه.

په دغو لوبغاړو کې محسن رضایي د تکواندو په برخه کې، محمد خالد هوتک او نصرت الله حبیبي د وشوو په برخه کې د برونزو مډالونه ګټلي دي.

دغو لوبغاړو ته له راستنېدو وروسته د افغانستان د ورزش لپاره د طالبانو د مسوولينو او د هېواد د يو شمېر هېوادوالو له خوا هرکلى وشو.

د اسيايي لوبو د ۱۹م پړاو سيالۍ به د سپټمبر په ۲۳مه نېټه د چين د هانګژو ښار په کوربه توب پيل شي او د اکټوبر تر اتمې به دوام وکړي.

په دې سیالیو کې په ۴۰ بېلابېلاو ورزشي برخو کې د ۴۵ هېوادونو ۱۲۵۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه.

په دې سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب د والیبال، منډې او بایسکل ځغلولو په برخه کې د ۱۵ ښځینه لوبغاړو په ګډون ۱۰۵ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

افغانستان تر اوسه د تکواندو، ووشو او کورش په برخه کې څلور د برونزو مډالونه ګټلي دي.

ټاکل شوې دغه سیالۍ د اکتوبر په اتمه پای ته ورسېږي.

په دغو سیالیو کې تر اوسه د افغانستان د کرکټ او والیبال لوبډلې، او د غیږ نیونې، وزن پورته کولو، کراټې، جوجیتسو او بایسکل ځغلونې په برخه کې د افغان لوبغاړو ګډون کړی او د مډالونو د ګټلو چانس لري.