د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن سهشنبې د چین په شيژانګ ایالت کې د «ترانس همالیا» په نوم دوه ورځنۍ ناسته کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته ولاړ.
طالبان وايي چې د دوی د اقتصاد وزارت مرستیال او یو شمېر نور طالب چارواکي په دې سفر کې له امیرخان متقي سره ملګري دي.
د «ترانس همالیا» ټولګه په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د جغرافیايي نښلولو، د چاپېریال ساتنې او کلتوري تړاوونو په شان بېلابېلو برخو کې د سیمې هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتیا په موخه پيل شوه.
د سږ کال د ناستې موضوع د چاپېریال ساتنې او د چاپېریال د خوندیتوب تمدن دی. ددې ټولنې وروستۍ ناسته په ۲۰۱۹ کال کې ترسره شوې وه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، امیرخان متقي به په دې سفر کې د چین د بهرنیو چارو وزیر په ګډون له یو شمېر لوړپوړو چینایي چارواکو سره وګوري.