د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، افغان مېرمنې او مدني فعالان باید په هغو ناستو کې چې د افغانستان په هکله د طالبانو په ګډون جوړېږي، معنی لرونکی حضور ولري.
هغې پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې نړیواله ټولنه باید په دې هکله غوره تګلاره وښيي.
دا په داسې حال کې دي چې د هېواد معترضو مېرمنو تراوسه په ځلونو د افغانستان په اړه ناستو کې د دوی د استازو پر نه ګډون نیوکه کړې او دا چاره یې د نړیوالې ټولنې له خوا د دوی غوښتنو ته بې پامۍ په معنی بللې ده.
د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې یې په بېلابېلو ناستو کې د هېوادونو له استازو، ښځو او مدني فعالانو سره د افغانستان په هکله خبرې اترې کړې دي.
هغې لیکلي چې په دغو خبرو کې یې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید په ټولیز ډول طالبانو ته روښانه کړي ترڅو د افغانستان د خلکو حقونو ته له پامه پرته به اړیکې عادي نه شي.
رینا امیري ویلي، باید ډاډ ترلاسه شي چې له افغانانو په تېره بیا ښځو په ملاتړ بیانیو کې په ځانګړې توګه زده کړو ته د لاسرسي، تحصیلي بورسونو، کار او د طالبانو د افراطي او ځپونکو اقداماتو سره د مقابلې په موخه له هغوي ملاتړ وشي.
هغې زیاته کړه، په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره ښايي کړنې توپیر ولري، خو هغه کسان چې د بشري حقونو د خوندیتوب په لټه کې دي، باید د مدنیت او تعامل د بحث فضا چې غواړي په افغانستان کې رامنځته شي، په عمل کې وښيي.
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو په تېرو څه د پاسه دوه کلونو کې د افغان ښځو د زده کړو، کار او اساسي ازادیو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د بشري حقونو یو شمېر نړیوال بنسټونه وايي چې دا محدودیتونه «د جنسیت پر بنسټ ځورونې» دي او ښايي «د بشري خلاف جنایت» وګڼل شي.
له بلې خوا، طالبانو په تېرو څو ورځو کې دوه ښځینه فعالانې ندا پرواني او ژولیا پارسي د خپلو کورنیو له یو شمېر غړو سره نیولې دي.