نړۍ

د بریتانیا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي په کي‌يف کې د اوکراین له ولسمشر سره وکتل

پر اوکراین د روسیې د تېري له پيله چې مسکو یې «ځانګړي پوځي عملیات» بولي ۵۸۲ ورځې تېرېږي او داسې ښکاري چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو لوریو ترمنځ مخامخ جګړه کمه شوې ده.

خو پر کي‌یف د مسکو هوايي او توغندويي بریدونه زیات شوي دي. له دې امله کي‌يف د مسکو د یرغل په وړندې د دفاع لپاره د لوېدیځو هېوادونو د پوځي وسایلو په مرسته ددغو بریدونو په وړاندې مقاومت کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د پنجشنبې په ورځ په کي‌يف کې د بریتانیا له دفاع وزیر ګرانت شیپس سره په کتنه کې د هېواد د هوايي ځواک پياوړتیا د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي: «موږ ستاسو له ملاتړه ډېر منندوی یو: له پوځي نیولې تر مالي او بشردوستانه، منندوی یو. احساس کوو چې کولای شو پر تاسو حساب وکړو.»

د بریتانیا دفاع وزیر ګرانت شیپس وايي: «موږ اوږه په اوږه له تاسو سره ولاړ یوو. موږ ستاسو درد او هغه څه چې پېښ شوي احساسوو او موږ داسې حل لاره غواړو چې تاسو هغه غواړئ او ورته اړتیا لرئ.»

له بلې خوا د ڼاتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ هم له مخکې نه اعلان شوي سفر کې د پنجشنبې په ورځ کي‌‌يف ته ولاړ.

ستولتنبرګ له زلنسکي سره په ګډه خبري ناسته کې وویل چې ناټو د روسیې د تیري په وړاندې د اوکراین د پوځي پياوړتیا لپاره د مهماتو د برابرولو لپاره د ۲،۴ میلیاردو په ارزښت تړونونه په پام کې نیولي دي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وايي: «نن ستاسو ځواکونه پرمختګ کوي، له سختو نښتو سره مخ کېږي، خو په کرار کرار د پرمختګ په حال کې دي، هر متر چې اوکرایني ځواکونه بېرته ترلاسه کوي، هغه متر دی چې روسیه یې له لاسه ورکوي او یو څرګند تضاد موجد دی: اوکراینیان د کورنۍ، راتلونکي او خپلې آزادۍ لپاره جنګېږي. مسکو د امپریالیستي توهماتو لپاره جنګېږي.»

دا په داسې حال کې دي چې د اوکراین ځینې برخې د پنجشنبې په سهار له هوايي بریدونو سره مخ شوې.

اوکراین اعلان کړی چې ددغه هېواد د هوايي دفاع ځواکونو په ایران کې جوړو شویو له ۴۴ انتحاري بې پیلوټه څخه ۳۴ نسکور کړل. خو د میکولایف، اودیسه او اوکراین د مرکز په ګډون درې سیمې یې په نښه کړې چې تراوسه ددغو بریدونو د تلفاتو په اړه راپور نه دی خپور شوی.