نړۍ

عراق کې د واده په مراسمو کې د اور لوبې له امله ۱۱۰ تنه مړه او څه د پاسه ۲۲۰ نور ټپیان شول

اورلوبه د دغه هېواد په الحمدانیه کې د واده تالار د چت د سوځېدو لامل شو.

د عراق د الحمدانیه د واده مراسمو یو ګډون وال وايي: «دا پېښه غمیزه او عامه وژنه وه.»

ویل کېږي چې اورغورځونکي مواد د تالار په چت ولګېدل او ناڅاپه یې اور واخیست او پر خلکو راپرېوت.

ویل کېږي د اورلګېدو پرمهال زرګونه تنه په سالون کې وو.

د عراق د کورنیو چارو وزیر عبدالامیر المشري د پېښې ځای ته تللی دی.

د الحمدانیې د اورلګېدو ټول زیانمن له تالار څخه راایستل شوي دي.

د موصل والي ویلي: «په دغه پېښه کې لږترلږه ۱۱۰ تنه مړه او څه د پاسه ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.»

ډېری قربانیانو د چت د راغورځېدو او تر خاورو لاندې کېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

رسنیو په دې اورلګېدنه کې د زوم او ناوې د مړینې خبر هم ورکړی دی.