افغانستان

په تېرو دوو کلونو کې ۶۰۰ زره افغان پناه غوښتونکي پاکستان ته تللي دي

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته ۶۰۰ زره افغانان دغه هېواد ته ورغلي دي.

اکسپرس تریبون یکشنبې (د تلې دوهمه) رپوټ ورکړی چې په افغانستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳،۷ میلیون تنو ته رسېدلی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د لوړې کمېشنرۍ د راپور پربنسټ د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې په پاکستان کې د افغان پناه کډوالو شمېر ۳،۵ میلیون تنو ته رسېدلی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د لوړې کمېشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي تازه ویلي چې پاکستان پر نویو پناه غوښتونکو سربېره د ۱،۳ میلیونه نورو کډوالو کوربه دی چې د دغه هېواد د دولت له خوا یې د هویت کارتونه ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړې چې په تېرو دوو کلونو کې څه د پاسه ۱۶ زره افغانان د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د لوړې کمېشنرۍ د داوطلبانه ستنېدو پروګرام له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان دولت په ۲۰۱۷ کال کې کابو ۸۰۰ زره افغان پناه غوښتونکو ته کارتونه صادر کړل چې په روان کال کې یې وخت پوره شوی دی.

افریدي څرګنده کړه: «د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لوړه کمېشنري د افغان کډوالو کارتونو د وخت د غځولو په موخه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په حال کې ده او دوی هیله من دي چې په دې برخه کې مثبتې پایلې ته ورسېږي.»

ویل کېږي چې ۷۷۵ زره افغانان په پاکستان کې په ناقانونه توګه ژوند کوي.

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان دولت په دې وروستیو کې له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.

ددې هېواد پولیسو د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو ترڅنګ آن یو شمېر هغه افغانان هم نیولي او ایستلي یې دي چې د استوګنې قانوني اسناد یې لرل.