افغانستان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان کړکېچ د ترهګرۍ د پراختیا خطر له ځان سره لري

امير عبداللهيان په امريکا کې په اسيايي انجمن کې د افغانستان کړکېچ په سيمه کې يو له ژورو بحرانونو بللی او ويلي یې دي، دغه کړکېچ د ترهګرۍ د خپرېدو او د کډوالو او پناه غوښتونکو د بحران په ګډون پر سيمه ډېرې اغېزې او پايلې غورځولي دي.

د هغه په ​​وينا، په ايران کې د څو ميلیونو افغان کډوالو شتون د ايران او نورو ګاونډيانو لپاره په افغانستان کې د بې ثباتۍ يوه پايله ده.

په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان وايي چې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه د افغانستان د ګاونډیو، سیمې او نړۍ اندېښنې د افغانستان د انزوا او د طالبانو په رسمیت پېژندلو یو لامل دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په امریکا کې په اسیایي انجمن کې د افغانستان کړکیچ په سیمه کې یو له ژورو بحرانونو بللی او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ د ګواښ خپریدل او د کډوالو او پناه غوښتونکو بحران د دې کړکیچ له پایلو څخه دي. د هغه په ​​وینا په ایران کې د میلیونونو افغان کډوالو شتون د افغانستان د بې ثباتۍ یوه پایله ده.

په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان د سیمې هېوادونه د افغانستان د کړکېچ او بې ثباتۍ یو لامل ګڼي.

سیاسي کارپوه سرور نیازی وايي: «زه فکر کوم، زموږ ګاونډیان د افغانستان په وضعیت کې مستقیم لاس لري. د دوی د سیاستونو پایله وه چې افغانستان دې حالت ته رسېدلی دی.»

خو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د یو شمېر سخت دریځو او تندلارو ډلو شتون او فعالیت د افغانستان د ګاونډیو او سیمې هېوادونو لپاره اندېښنې پیدا کړې دي. د دوی په وینا که د دغو ډلو مخه ونه نیول شي، ګاونډي هېوادونه به تر ټولو ډېر زیانمن شي.

سیاسي فعال برنا صالحي وايي: «په افغانستان کې شته واکمني د نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو د تمې، توقع او غوښتنو خلاف عمل کوي او دا کار د دې لامل شوی، چې هم افغانستان په انزوا کې پاتې شي او هم اوسنی حکومت د سیمې او نړۍ هېوادونو په رسمیت ونه پېژني.»

د افغانستان ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان، ایران او تاجکستان په دې وروستیو کې د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې یې د ترهګرو فعالیت بولي، اندېښمن دي. خو طالبان وايي، چې هېڅ ډلې ته د کوم هېواد پر ضد د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي او د پاکستان پر ضد د کارونې اجازه هم نه ورکوو.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د داعش، القاعدې او تحریک طالبان پاکستان په ګډون شاوخوا شل ترهګرې ډلې فعالیت کوي، هغه څه چې طالبانو رد کړي دي.