افغانستان

د هېواد یو شاعر او لیکوال صادق عصیان په جرمني کې ومړ

شاعر، لیکوال او د بلخ پوهنتون پخوانی استاد صادق عصیان د ناروغۍ له امله په جرمني کې مړ شو.

د دغه شاعر زوی فرامرز عصیان نن سهار (یکشنبې د تلې دوهمه) پر خپله فېسبوک پاڼه د پلار مړینه تایید کړې ده.

ښاغلی عصیان چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته جرمني ته تللی و او څه موده د شتوګارت ښار په یوه روغتون کې بستر و.

صادق عصیان په ۱۳۵۲ هجري لمریز کال کې په بلخ ولایت کې نړۍ ته راغلی و. هغه د ماسترۍ تر کچې د دري ادبیاتو په څانګه کې زده کړه کړې وه او کابو دوې لسیزې یې په بلخ پوهنتون کې تدریس وکړ.

له هغه څو شعري ټولګي او کتابونه پاتې دي.