افغانستان ښځې

د مالیزیا لومړي وزیر له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو په وړاندې توپیري چلند پای ته ورسوي

د مالیزیا لومړي وزیر او د مالیې وزیر انورابراهیم د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې ویلي چې په افغانستان کې د زده کړو له حقه انکار له اسلامي لارښوونو سرغړونه ده.

هغه چې تېره ورځ د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په ۷۸مه ناسته کې خبرې کولې له طالبانو یې وغوښتل چې د ښځو او نجونو خلاف توپیري سیاستونه لغوه کړي.

ابراهیم د خپلو خبرو په دوام کې په افغانستان کې بشري ناورین ته په اشارې سره زیاته کړه: «مالیزیا په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه سخته اندېښنه لري.»

نوموړي څرګنده کړې چې په افغانستان کې بشري ناروین په تېره بیا درې کاله پرلپسې وچکالۍ او د ملخانو یرغل چې د غنمو حاصلاتو په برخه کې یې کروندګر زیانمن کړي، زیات شوی دی.

د مالیزیا لومړي وزیر ویلي چې هېواد یې له افغانانو سره اړیکو ته ژمن دی او دغو اړیکو ته به د بشردوستانه مرستو له لارې دوام ورکړي.

اخوا، د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې سازمان د عمومي اسمبلې د غونډې په لومړۍ ورځ ویلي و چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو بشري حقونو ته بې پامي کېږي.

په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د نړۍ د ګڼ شمېر مشرانو په ویناوو کې د پام وړ موضوع وه.

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع شوې او تېر کال پوهنتونونه هم د افغان نجونو پرمخ وتړل شول.