افغانستان ښځې

له نړۍ څخه د ښځو او نجونو خلاف د طالبانو د سختو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنې

د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې له افغان ښځو او نجونو سره د نړۍ د پيوستون په نامه ناسته ترسره شوه.

توماس ویست وايي، نړۍ په متحد اقدام سره د طالبانو په رسمیت پېژندلو په مسله کې او پر هغوی د بندیزونو په لګولو له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو مخه نیولې او د ښځو او نجونو حقونو د خوندیتوب لپاره باید د یوناما او ملګروملتونو د راپور ورکوونکي ریچارد بنت له ماموریت څخه ملاتړ وشي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زیاتوي: «موږ باید له یوناما ملاتړ ته دوام ورکړو، دوی هم په ۲۰۲۲ او هم په ۲۰۲۳ کال کې یو عالي تمدید ترلاسه کړی. موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې هغوی د بشري او حکومتي حقونو له پياوړي حکم څخه هم برخمن دي او موږ باید د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت له هڅو ملاتړ وکړو.»

خو فوزیه کوفي په دې ناسته کې وايي، نړۍ باید له افغانانو په تېره بیا ښځو او نجونو ملاتړ په عمل کې ثابت کړي.

د مخکیني دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي زیاتوي: «ستاسو لپاره افغانستان یو ماموریتي هدف دی، زموږ لپاره دا مو هېواد دی، لطفا موږ زغمئ، کله په غوسه کېږو، کله په قهر کېږو، کله هم خپلې هیلې له لاسه ورکوو، یا ځینې وختونه په غوسه کېږو، موږ خپل هر څه له لاسه ورکړي، اوس ستاسو مسوولیت دی چې د تاریخ په سم لوري ودرېږئ، نه یوازې په خبرو بلکې په عمل کې.»

پر هزاره او شیعه وګړو د طالبانو محدودیتونه هم هغه نورې اندېښنې دي چې په دې ناسته کې یې یادونه وشوه.

حبیبه سرابي وایي، باید په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید مخه ونیول شي.

آغلې سرابي زیاتوي: «زموږ ټولو لپاره، په رسمیت وپېژندل شي چې په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید موجود دی، په عمومي او خصوصي فشار راوړلو له ټولو ممکنو لارو د طالبانو د جنسیتي اپارتاید د عادي کولو مخنیوي ته دوام ورکړو.»

طالبان د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي په ګډون دیني عالمانو د نظر خلاف، پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه له دیني ارزښتونو سره تړلي بولي، هغه موردونه چې په دې ناسته کې هم پرې نیوکه شوې ده.

د بشري حقونو فعاله اصیلا وردګ وايي: «دا محدودیتونه او احکام د افغان ښځو او نجونو پر رواني ژوند هم اغېز کوي. آن پارکونو ته هم د تلو اجازه نه لري، تصور وکړئ په یوویشتمه پېړۍ کې، هغه طریقه چې طالبان یې ترسره کوي، اسلامي نه ده، مذهبي نه ده.»

په دې ناسته کې یو شمېر استازي، بهرني چارواکي او د بشري حقونو د بنسټونو مسوولین پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو د ژرترژره پای ته رسولو غوښتونکي شول.

د نړیوالو بنسټونو د راپور له مخې، د مخکیني دولت په سقوط سره، افغانستان د بشري حقونو او اقتصادي وضعیت له پلوه له جدي ناورین سره مخ شوی، په وروستي مورد کې د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست پر ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د افغانستان د بشري وضعیت په هکله یې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو له همغږۍ کوونکي سره خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي ویست ټینګار کړی چې واشنګټن له افغانانو سره د بشري مرستو تر ټولو لوی تمویلوونکی دی.