ښځې

یو شمېر ښځې او نجونې کرن دېکر ته په خطاب کې: زموږ لومړیتوب زده‌کړه او کار دی نه له نشه‌يي توکو سره مبارزه

کندهار کې د نجونو یو درسي ټولګی

یو شمېر افغان ښځې او نجونې چې د زده کړو او کار له دوامه بې برخې شوې وايي، د دوی لومړیتوب زده کړه او کار دی نه له نشه يي توکو سره مبارزه.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې چې په قطر کې فعالیت لری، د طالبانو له یوه پلاوي سره له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

دغې امریکایۍ ديپلوماتې په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په دې کتنه کې چې د سه شنبې په ورځ ترسره شوه د کوکنارو د کښت د مخینوي او نشه يي توکو د قاچاق، بدیل کښت او روږدو د درملنې په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره ټینګار کوي له نشه يي توکو سره د مبارزې په ټولو اړخونو کې د افغان مېرمنو د رول په هکله د افغان کارپوهانو سپارښتنې ارزښتمنې دي.

په دې لړ کې هغه ښځې او نجونې چې له زده کړو او کار څخه بې برخې شوې وایي، د دوی لپاره له نشه یي توکو سره مبارزه نه بلکې د زده کړو او کار دوام لومړیتوب لري.

د هغوی پوښتنه دا ده چې ولې امریکا له طالبانو سره د ښځو د کار او زده کړو په اړه جدي خبرې اترې نه کوي؟

له زده کړو بې برخې شوې زده کوونکې مرسل وایي: «په داسې حال کې چې میلیونونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې، ښځې وزګارې او په کور ناستې دي او اقتصاد یې سخت کمزوری شوی، امریکايي چارواکي له اوسني حکومت سره د نشه یي توکو په اړه د ښځو د رول په اړه خبرې کوي، اوسنۍ موضوع باید د ښځو د کار او تحصیل موضوع وي او په دې کار سره ښځې څنډې ته کوي.»

دېکر همداراز ویلي چې نشه يي توکي د امریکا او طالبانو ګډه اندېښنه ده او ټینګار لري چې دا ښکارنده له کلونو راهیسې د افغانستان د خلکو او نړۍ لپاره یوه انساني او اقتصادي غمیزه ده.

اخوا، د سیاسي چارو کارپوه نعیم پویش وايي: «د تریاکو په تولید کې ښايي کمښت راشي، خو درېیو اساسي ټکو ته باید پام وکړو، لومړی په افغانستان کې د هیرویینو او مورفینو زېرمې دومره لویې دي چې تر څو راتلونکو کلونو نړیوال مارکېټ تغذیه کولای شي او دوهم دا چې طالبان د هیرویینو د تولید ترڅنګ د میتامفتامین د تولید د زیاتولو په حال کې دي او درېیم دا چې د افغانستان د نشه يي توکو اویا میلیارد ډالري مارکېټ تر ډېره د پاکستانیانو په واک کې دی البته یوه برخه یې د ترکانو، ایرانیانو او البانیایانو جېبونو ته ځي.»

په روان زېږدیز کال کې د طالبانو مشر په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د نشه يي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي فرمان صادر کړ، خو تازه د ملګروملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په یوه راپور کې افغانستان په نړۍ کې د متامفتامین تر ټولو لوی تولیدوونکی وباله.