افغانستان ښځې

د طالبانو له‌خوا د ندا پرواني او د هغې د کورنۍ د غړو د نیولو په وړاندې غبرګونونه

یوناما، د ملګروملتونو د ښځو او کډوالو ادارې په تازه راپور کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو وضعیت ارزولی دی.

په دې راپور کې راغلي چې افغان مېرمنې له مالي او روحي ستونزو سره مخ دي.

په دغه راپور کې له اپرېل تر جون میاشتې له ۵۹۲ ښځو سره د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې خبرې شوې دي.

ددې راپور پر بنسټ ۹۶ سلنه ښځې د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره مخالفې دي. له دې جملې ۴۶ سلنه د طالبانو د هر ډول رسمیت پېژندلو مخالفې او ۵۰ سلنه نورو ویلي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو حکومت له په رسمیت پېژندلو سره یوازې د ښځو حقونو د ښه کېدو په شان خاصو شرایطو سره موافق دي او یوازې څلور سلنه ښځو ویلي چې طالبان دې د افغانستان د «حکومت» په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

۹۶ سلنه ښځو ویلي چې په دوی کې د خواشینۍ، انزوا او اندېښنې احساس زیات شوی په داسې حال کې چې دا احساس ددې راپور له ثبتېدو درې میاشتې مخکې په ۵۷ سلنه ښځو کې و.

له بلې خوا، په کورنیو کې پر تصمیم نیولو د ښځو اغېز چې په جنورۍ میاشت کې ۹۰ سلنه و په جون میاشت کې ۱۶ سلنې ته راکم شوی دی.

اتیا سلنه ښځو ویلي چې عواید یې کم شوي؛ په داسې حال کې چې دا کچه له اپرېل میاشتې مخکې ۷۵ سلنه وه.

۴۸ سلنه ښځو ویلي چې له دوی سره د کورنیو د نارینه وو چلند په جولای میاشت کې د جون په پرتله بد شوی دی.

له دې سره سره ښځې لا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې قرباني کېږي. خبرو او معتبرو سرچینو آمو ته تایید کړې چې نن سهار سه شنبې طالبانو د کابل په شمال خیرخانه سیمه کې د ندا پرواني کور کلابند او تلاشي کړ او وروسته یې هغه له خاوند او کوچني زوی سره نیولي.

د سرچینو په وینا، ندا پرواني د معترضو مېرمنو غورځنګ غړې ده چې نن سهار په نهو بجو له خپل خاوند آرش پرواني او څلور کلن زوی سره د کابل په شمال خیرخانې سیمه کې د طالبانو له خوا ونیول شوه.

د افغانستان د معترضو مېرمنو غورځنګ د مشرتابه غړې ژولیا پارسي وايي: «طالبانو ډلې نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د افغانستان د معترضو مېرمنو د خود جوشه غورځنګ د غړې ندا پرواني کور کلابند او له تلاشۍ وروسته یې ندا پرواني له خپل خاوند آرش پرواني او څلور کلن زوی سره ونیول، د مېرمن پرواني کمپیوټر او ګرځنده ټلیفون یې هم له ځان سره وړی دی.»

د ښځو د اتحاد او پيوستون غورځنګ غړې ماریا نوري وايي: «هېڅ قدرت نه شي کولای چې افغان مېرمنې شاتګ ته اړ باسي، د بشري حقونو له بنسټونو غواړو چې پر طالبانو رژيم د فشار په راوړلو ندا پرواني خوشې کړي.»

طالبانو په داسې حال کې ندا پرواني له خپل خاوند او زوی سره نیولې چې په اوسني وخت کې د ښځو او نجونو د زده کړو او تحصیل د حق فعال مطیع الله ویسا، د پوهنتون استاد رسول پارسي او خبریال مرتضی بهبودي د طالبانو په بند کې دي.

یو شمېر مېرمنې تمه لري چې د نړۍ هېوادونه او د بشري حقونو بنسټونه د فشار له لارې طالبان د ندا پرواني او نورو هغو کسانو خوشي کولو ته اړ کړي چې د بشري حقونو د فعالیتونو له امله د طالبانو په بند کې دي.