سوداګري

پاکستان له افغانستانه د تازه مېوو او سبزیجاتو واردات وځنډول

انځور: ارشیف

له کلونو راهیسې پاکستان د افغانستان د صادراتي توکو په تېره بیا مېوو او سبزیجاتو دودیز بازار ګڼل کېږي او هر کال کابل او اسلام آباد خپل ډېری توکي په دودیز ډول د یو بل بازارونو ته لېږدوي.

اوس پاکستان د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو له سوداګرو غوښتي چې د خپلو صادراتي مېوو او سبزیجاتو لپاره صحي تصدیق پاڼه جوړه کړي.

پاکستاني رسنیو لیکلي چې اوسمهال د دې تصدیق پاڼې د نشتوالي له امله، د پاکستان د ګمرک له خوا د افغانستان د سبزیجاتو او مېوو د وارداتو بهیر ځنډول شوی دی.

اخوا، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، پاکستان د افغانستان صادراتو د مخنیوي لپاره پلمې لټوي او د پاکستان دا پرېکړه به افغان کروندګرو او سوداګرو ته جدي زیانونه ورسوي.

له بلې خوا، د کرنې او اوبو لګولو خونې د شمېرو له مخې، تراوسه په مېوو او سبزیجاتو بار څه د پاسه ۵۰ کانتینرونه له پاکستان سره د افغانستان په پولو کې درول شوي دي.

ددې خونې یو غړی وایي د افغانستان ټولې مېوې او سبزیجات پاکستان او یا د پاکستان له لارې هند ته صادرېږي او د پاکستان دا پرېکړه به د افغانستان صادراتو ته لوی زیان ورسوي.

پاکستان د افغانستان د تازه مېوې او سبزیجاتو تر ټولو لوی بازار ګڼل کېږي.

یو شمېر کروندګر او هېوادوال له پاکستان سره د ورته چلند غوښتونکي دي.

صحي تصدیق پاڼه یو معتبر سند دی چې په هغې کې د خاورې بڼه، د مېوې او سبزي کیفیت او نور مهم کرنیز مسایل لیکل کېږي.

معمولا دا تصدیق لیکونه د سوداګرۍ خونې او ملي انکشاف ادارې له خوا صادرېږي. که څه هم د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو سوداګر د هېواد د سوداګرۍ خونې له خوا دا تصدیق لیک لري خو پاکستان هغه د اعتبار وړ نه بولي.

له دې مخکې، د تورخم لاره د افغانستان د مېوو حاصلاتو له رسېدو سره هممهاله د پاکستان له خوا بنده او د نهو ورځو لپاره تړل شوې وه.

پاکستان په داسې حال کې د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو صادرات ځنډولي چې لا هم پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو بهیر روان دی او د پاکستان د سمنټو کارخونې د افغانستان له ډبرو سکرو کار اخلي.