نړۍ

د چین د ولسمشر له مرستیال سره د بلینکن له کتنې وروسته له پینګ سره د بایډن د کتنې د احتمال زیاتېدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې د چین له مرستیال ولسمشر هان ژنګ سره وکتل.

دا په داسې حال کې دي چې امریکا او چین په دې وروستیو کې د خپلو اړیکو د عادي کولو لپاره یو لړ ناستې ترسره کړې دي.

د بلینکن او هان ترمنځ کتنه د روان کال په وروستیو کې د امریکا او چین د ولسمشرانو ترمنځ د کتنې لپاره زمنیه برابروي.

بلینکن ددې ناستې په پیل کې وویل: «نړۍ له موږ څخه تمه لري چې خپلې اړیکې مسوولانه مدیریت کړو، متحده ایالات د دې کار ترسره کولو ته ژمن دي.»

نوموړي زیاته کړه: «د امریکا په اند، مخامخ ديپلوماسي په هغو برخو کې د رسیدنې لپاره چې د نظر اختلاف لرو او همداراز زموږ ترمنځ د همکارۍ زمینو د موندلو لپاره تر ټولو غوره لار ده.»

بایډن په دې میاشت کې له دې امله چې شي جین پینګ په هند کې د شل ډلې په سرمشریزه کې له ګډونه ډډه وکړه، ناهیلي څرګنده کړه خو وې ویل چې له هغه سره به «ملاقات وکړي.»

د آسیا او اقیانوسیې د اقتصادي همکاریو ناسته چې ټاکل شوې په نومبر میاشت کې ترسره شي، ښایي د بایډن او شي ترمنځ د مذاکرې لپاره یو فرصت برابر کړي.