نړۍ

د هند په لوېدیځ کې سخت سېلابونه؛ د لیبیا په سېلابونو کې هم د شل زره تنو د مړینې اټکل

2625WD-LIBYA-STORM_DRONE_O_

سخت سېلابونه د هند په ځینو مرکزي او لوېدیځو ایالتونو کې د سېلابونو د راتلو لامل شول.

د هند ځایي رسنیو رپوټ ورکړی چې ددې هېواد د ګجرات ایالت یو استوګنیز ښارګوټی چې سیند ته څېرمه پروت دی اوبو لاندې کړی او اوسېدونکي یې امنو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د مادیا پردیش ایالت ځینې مرکزي سیمې هم د سېلابونو له امله تر اوبو لاندې شوې دي.

له بلې خوا، د ملګروملتونو د کډوالو لوړې کمېشنرۍ د دوشنبې په ورځ د لیبیا له ختیځ درنا ښار څخه د تصویرونو په خپرولو له نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتونو دغه بنسټ اعلان کړی چې غمیزې راوړونکي سېلاب ګڼ شمېر ودانۍ او کورونه وران کړي او زیات شمېر خلک یې بې کوره کړي.

د سپتمبر په لسمه سخت توپان او ورښت د اوبو د یوه بند د ماتېدو او په دې ښار کې د سېلابونو د راتلو لامل شو. ځایي رسنیو رپوټ ورکړی چې په درنا ښار کې ۸۹۱ ودانۍ ورانې شوې او ددغه ښار ښاروال هم ویلي چې ښایي په دې پېښه کې شل زره تنه مړه شوي وي.