افغانستان ښځې

اي ډبلیو سي بنسټ په افغانستان کې د نجونو زده کړو د مخنیوي د بیړني لغوه کولو غوښتونکی شو

کندهار کې د نجونو یو درسي ټولګی

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو له مخنیوي د دوو کلونو په تېرېدو، (EWC) بنسټ، په هېواد کې د نجونو زده کړو د مخنیوي د ژر ترژره لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ نن دوشنبې د وږي په اوه ویشتمه په یوه اعلامیه کې ویلي، نړۍ باید زده کړو ته د افغان نجونو د لاسرسي لپاره چټک اقدام وکړي.

دغه نړیوال بنسټ وایي چې له زده کړو او تحصیل څخه د نجونو بې برخې کېدل د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

په دغه اعلامیه کې راغلي: «په ټول کې اتیا سلنه افغان نجونې چې د ښوونځي په عمُر برابرې دي په اوسني وخت کې له زده کړو پاتې شوې او ۲،۵ میلیونه نجونې د زده کړو له حقه بې برخې شوې چې دا د دوی ذاتي انساني حق دی.»

اي ډبلیو سي له طالبانو غواړي چې ژرترژره په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.

د اعلامیې په دوام کې راغلي چې دا نړیوال بنسټ د افغان نجونې ترڅنګ چې د زده کړو حق ته د لاسرسي لپاره غږ پورته کوي، ولاړ دی.

د اي ډبلیو سي په وینا دا بنسټ د زده کړو په برخه کې د ملګروملتونو سازمان د ځانګړي استازي او د زده کړو له حقه د یو شمېر نورو دفاع کوونکو بنسټونو په همکارۍ له زده کړو د بې برخې شویو افغان نجونو د غږ د رسولو په موخه نړیوال کمپاین پیل کړی دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي: «موږ باید ډاډمن شو چې د زده کړو له لارې هره افغان نجلۍ وکولای شي له تورتمه لیرې شي ترڅو وکولای شي له روښانه راتلونکي سره یې چې د دوی وړ دی مرسته وکړي.»

له بلې خوا، د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې نن دوشنبې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو له محرومیته دوه کاله تېرېږي.

هغه ویلي چې دا له بشري حقونو د نه توجیه وړ سرغړونه ده چې ټول هېواد ته اوږدمهاله زیانونه لري.

نوموړي همداراز ویلي: «نجونې په ښوونځي پورې اړوند دي، اجازه ورکړئ چې ښوونځي ته ولاړې شي.»

افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې پکې د زده کړو له حقه بې برخې دي.

طالبانو پر افغانستان له بیا ځلې واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړې.

په افغانستان کې له زده کړو او تحصیل څخه د ښځو او نجونو له مخنیوی د دوو کلونو په تېرېدو دوی وايي چې دا مخنیوی دایمي نه دی.