افغانستان سویلي آسیا

کاکړ: اسلام آباد به په ټاکلي وخت د پاکستاني طالبانو تحریک خلاف په افغانستان کې عملیات وکړي

د پاکستان موقت لومړی وزیر وايي، اسلام اباد به په ټاکلي وخت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد عملیات وکړي.

انوارالحق کاکړ په دې باور دی چې طالبانو د دوحې تړون د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه کارولو په اړه نه دی عملي کړی.

له دې سره هم مهاله د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مرستیال وايي، تهران په افغانستان کې د داعش د حضور او فعالیت شاهد دی او له دې سره د مبارزې لپاره د هېوادونو اجماع ته اړتیا ده.

د پاکستان موقت لومړي وزیر د امریکا غږ اردو څانګې سره خبرو کې ویلي، چې اسلام اباد په خپلو لویدیځو پولو کې د ترهگرۍ له ننګونو سره مخ دی.
انوارالحق کاکړ زیاتوي چې له طالبانو یې د دغه ننګونو د هواري غوښتنه کړې وه، خو طالبانو د پاکستان دا غوښتنه ونه منله.

دغه پاکستاني چارواکي خبرداری ورکړی، چې په ټاکلي وخت او د خپلې خاورې د دفاع لپاره به په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد عملیات پیل کړي.

انوارالحق کاکړ وايي:«وګورئ، پاکستان حق لري له خپل ځان دفاع وکړي، موږ له خپلو خلکو او خاورې د ساتنې لپاره هر چیرې چې اړتیا وي، حتماً اقدام کوو. د هغو تصمیمونو په اړه جزئیات نه ورکوم چې پاکستان کولی شي، ترسره یې کړي. خو کله چې یې وخت، موږ به هغه تصمیم ونیسو. او ټول به یې وګوري چې موږ څه غواړو او څه کولی شو.»

 پاکستان موقت لومړي وزیر له دوو اونیو راهیسې څو ځلې له افغانستانه د پاکستاني طالبانو د ګواښ پر وړاندې د اسلام اباد د اقدام په اړه خبرداری ورکړی دی.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې طالبانو د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان خاورې د نه کارونې په اړه د دوحې هوکړه نه ده عملي کړې.

د پاکستان موقت لومړی وزیر زیاتوي: «هغوی د دوحې په خبرو کې ژمنې کړې وې، زما په اند دا د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د باثباته او ښو اړیکو لپاره مهمه ده. هغوی هم دا تاییدوي، خو دا چې ولې دا کار نه کیږي، دا بېلابېل لاملونه لري او لرلی یې شي، پاکستان یې هر اړخیز څېړي. موږ هم په هر فرصت کې خپل رول ادا کوو او هغه رول چې موږ یې له مقابل لوري تمه کوو، له سمو غونډو سره په تعامل کې یو.»

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمیسیون هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش د شتون په اړه اندیښنه ښودلې.

ایراني رسنیو د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمیسیون د مرستیال له قوله لیکلي، چې تهران په افغانستان کې د داعش د شتون او فعالیت شاهد دی او له هغې سره د مبارزې لپاره د هېوادونو یووالي ته اړتیا ده.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمیسیون مرستیال ابراهیم عزیزي وايي: «داعش چې د غربیانو او په ځانګړې توګه د امریکایانو د پرمختللیو مدرسو زېږنده ده، د ټولو اسلامي هیوادونو ګډ دښمن ګڼل کیږي، نو له دې افراطي او تاوتریخجنې ډلې سره د مبارزې لپاره د هیوادونو یووالي ته اړتیا ده.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د پاکستان د موقت لومړي وزیر د څرګندونو او د ایران د دریځ په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې څو ځلې د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان خاورې د نه کارول کېدو ډاد ورکړی.

روسیې هم څو ځلې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون اندېښنه ​​ښودلې او تازه د مسکو فارمټ ناستې د نزدې کېدو په درشل کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې لا هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره وختي دی.