نړۍ

کیم جونګ اون د روسیې له دفاع وزیر سره په کتنه کې د پوځي همکاریو د زیاتوالي غوښتونکی شو

شمالي کوریا وايي چې د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون د پوځي همکاریو د زیاتوالي په برخه کې د عملي مسایلو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس یکشنبې د سپتمبر په اوولسمه رپوټ ورکړی چې کیم روسیې ته د سفر پرمهال د روسیې له دفاع وزیر سرګئی شویګو سره د ستراتيژیکو بم غورځوونکو الوتکو، له غږ څخه ګړنديو توغندیو او جنګي بېړیو څخه لیدنه کړې ده.  

په دې راپور کې راغلي: «کیم او شویګو د ستراتیژیکو او تاکتیکي همغږۍ د لاپیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ د همکارۍ او د ملي امنیت په برخو کې د نظر تبادله وکړه.»

ددغه راپور له مخې، کیم همداراز په آرام سمندر کې د روسیې د نورو بېړیو ترمنځ په اټومي وسلو سمبال ستراتيژيکو اوبتلونو څخه هم لیدنه وکړه.

دا په داسې حال کې دي چې د روانې زېږديزې میاشتې په لومړیو کې شمالي کوریا د خپل لومړني عملیاتي «تاکتیکي اټومي برید اوبتل» آزموینه وکړه.

کیم څلور ورځې مخکې د ولادیمیر پوتین په بلنه په زرهي رېل ګاډي کې روسیې ته ولاړ او اوس د دغه هېواد له پوځي تاسیساتو د لیدنې په حال کې دی.

نوموړي د خپل سفر پرمهال ولادیمیر پوتین ته بلنه ورکړه چې شمالي کوریا ته سفر وکړي. د روسیې ولسمشر هم دا بلنه ومنله.