افغانستان

آی آی ام: د ملګروملتونو په همکارۍ د طالبانو له بنده د خپلو ۱۸ کارکوونکو د خلاصون لپاره هڅې کوو

مرستندویه نړیوالې ادارې یا آی، ای ام د سې شنبې په ورځ وویل چې د ملګرو ملتونو او اکبر موسسې په همکارۍ د طالبانو له زندانه د خپلو ۱۸ کارکوونکو د خلاصون په لټه دي.

د دغه ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی تراوسه د طالبانو له لوري د خپلو کارکوونکو د نیولو د لامل په اړه نه پوهیږي.

د دغه ادارې په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د دې ادارې د ۱۸ کارکوونکو له ډلې ۳ یې د وږي په ۱۲مه او ۱۵ نور یې د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۲مه د طالبانو له لوري په غور ولایت کې نیول شوي دي.

طالبانو هم د يادې نړيوالې ادارې د دغو کارکوونکو نيول تاييد کړي، خو تراوسه یې د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

دغه بنسټ وایي چې نیول په نیول شویو کسانو کې اوولس افغانان او یو بهرنی کارکوونکی دی.

دا اداره له ۱۹۶۶ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري.