افغانستان

د امریکا د پوځ لوی درستیز: امریکا افغانستان کې ستراتيژیکه ماته وخوړه

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو کابو ۲۳ میاشتې تېرېږي. اوس د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د امریکا له اې‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې یې «ستراتیژيکه ماتې» خوړلې او په دې هېواد کې د شل کلنې جګړې د پای ته رسولو له څرنګوالي «ډېر خواشینی» دی.

هغه په دې مرکه کې له طالبانو سره د دوحې له هوکړې او د مخکیني نظام له سقوط وروسته په افغانستان کې د ناورین یادونه هم کړې ده.

د امریکا د پوځ لوی درستیز وویل: «لکه څنګه چې ما غوښتل چې ختمه شي، هغه شان چې موږ ټولو غوښتل داسې ختمه نه شوه، کله چې دښمن ستاسو پلازمینه، هغه پلازمینه چې ترې ملاتړ مو کاوه ونیسي، دا یو شاتګ او ستراتیژیکه ماته ده. دا هغه څه دي چې ما د ځواب ویلو په ناسته کې شاهدي ورکړه او هېڅ لاره نشته چې هغه د یوه ستراتیژيک بري په نوم یاد کړئ.»

هغه زیاته کړه چې ډېری امریکايي چارواکي د سپتمبر له یوولسمې وروسته ډېرې پښېمانۍ زغملې دي.

جنرال مارک میلي زیاته کړه: «جګړه په لسو ورځو یا لسو میاشتو کې له لاسه نه ځي، معمولا هغه ټولیزې اغیزې او په ډېرو کلونو کې هسکې ټیټې دي او دا جګړه هغه مهال چې وروستی تاریخ ولیکل شي، روښانه به شي، ډېر درسونه مو ترې اخیستي، خو په سلو کې سل دېرې پښېمانۍ شته. هر سرتېری مو چې له لاسه ورکړی یو حسرت دی.»

دغه لوړپوړی امریکایي چارواکی په داسې حال کې د امریکا د ستراتيژيکې ماتې یادونه کوي چې له دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه سمه بللې او ویلي یې دي چې له دې پرېکړې پېښمانه نه دی.

کابو دوې ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پرېکړې ملاتړ وکړ.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه بشپړ شو. دا بهیر د افغانستان د مخکیني دولت د بشپړ سقوط لامل شو.

اوس د امریکا کانګرس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د څرنګوالي د څېړلو په لټه کې دی.

ښاغلي میلي په ټلویزوني مرکه کې ویلي: «زه له هغو کسانو چې یونیفورم یې هلته (افغانستان) کې اغوستی، غواړم چې هسکه غاړه وګرځي؛ ځکه هغوی هغه څه چې ولس یې غوښتي وو، عمل یې پرې کړی.»