سویلي آسیا

د پاکستان موقت د کورنیو چارو وزیر: ناقانونه کډوال چې د هر هېواد وي بېرته به ولېږل شي

د پاکستان موقت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي د یکشنبې په ورځ یوه خبري ناسته کې ویلي چې د ناقانونه کډوالو پروړاندې یې ځینې اقدامونه پيل کړي او هغوی به بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږل شي.

ښاغلي بوګټي ویلي: «موږ یو سیاست جوړ کړی، کابینه به یې هم ښايي راتلونکې اونۍ تایید کړي چې له مخې یې ټول ناقانونه کډوال، د هر هېواد اړوند چې وي، لکه څنګه چې په نورو هېوادونو کې په ناقانوني توګه ژوند نه شي کولای، په همدې خبرداری موږ هم په هېواد کې یوازې قانوني کسان منو. خو ناقانونه کډوال هر ځای چې دي، بېرته به ولېږل شي.»

دغه پاکستاني چارواکي یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د دوحې تړون له مخې د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان خاورې له کارولو د مخنیوي پر هوکړې عمل وکړي.بوګټي وویل: «افغانستان کې شته حکومت دوحه کې هوکړه وکړه. په دې هوکړه کې هغوی له نړۍ سره ژمنه وکړه چې د هېڅ هېواد پروړاندې به د خپلې خاورې د کارول کېدو اجازه ورنه‌کړي. موږ هم له دوی همدا تمه لرو.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم تېره ورځ وویل: «د پاکستاني طالبانو تحریک له افغانستانه راغلی و. دا له وخته مخکې ده چې ووایم په هغوی کې افغانان هم شامل وو یا یوازې د پاکستاني طالبانو تحریک و. موضوع دا نه ده چې چا پر موږ برید کړی، زموږ لپاره ټول ترهګر دي، هر څوک چې پر موږ برید وکړي ځواب ورکوو. زموږ ځواب به وګورئ.»

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو میاشتو کې پاکستان د ټي‌ټي‌پي له خوا د څو بریدونو شاهد وو. هغه موضوع چې له امله يې اسلام‌اباد څو ځله له طالبانو وغوښتل چې اجازه ورنه‌کړي د افغانستان خاوره د دوی پر ضد وکارول شي.