نړۍ

د شل ډلې د سرمشریزې پر پاییزه بیانیه د پوتین سیوری

د شل ډلې مشرانو د شنبې ورځې د ناستې په پای کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه پر بیانیه اجماع ته ورسېدل او هغه یې تصویب کړه.

په دې بیانیه کې پر اوکراین د روسیې یرغل د اوکراین د جګړې په توګه یاد شوی او د شل ډلې مشرانو د دې یرغل له غندلو ډډه وکړه.

دوی په دې بیانیه کې له ټولو هېوادونو غوښتي چې د نورو هېوادونو د نیولو لپاره له زور څخه کار وانه خلي.

د جرمني لومړی وزیر اولاف شولز وايي: «هر ځای ډېری خلک له ګرانۍ چې د جګړې پایله ده، د انرژۍ له کمښته نیولې د خوراکي امنیت تر نشتوالي چې اوس د جګړې تر اغېز لاندې دی، کړېږي او له همدې امله مهمه ده چې یو ځل بیا په روښانه توګه ویل شوي، د اوکراین په شان دولت ځمکنۍ بشپړتیا نه شي کېدای په آسانۍ د یوه ګاونډي د تېري کوونکي اقدام په پایله کې تر پوښتنې لاندې راشي.»

ددې بیانیې پر سر اجماع په داسې حال کې کېږي چې د لوېدیځو هېوادونو مشرانو پر اوکراین د روسیې د یرغل پر غندلو او د نورو هېوادونو مشرانو پر اقتصادي مسایلو ټینګار درلود.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وايي: «شل ډلې یو ځل بیا د روسیې انزوا تایید کړه، پرون او نن د شل ډلې غوڅ اکثریت په اوکراین کې جګړه او اغېز یې غندلی دی.»

له بلې خوا، د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د شل ډلې د ناستې په پای کې، ددې ډلې دوره يي مشري د برازیل ولسمشر ته وسپارله.

ټاکل شوې بله کلنۍ ناسته د برازیل په پلازمیني کې ترسره شي او د دغه هېواد ولسمشر وویل، که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې ناسته کې ګډون وکړي، وبه نه نیول شي.