افغانستان

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان له خوا د تورخم دروازې تړل «د ښه ګاونډیتوب خلاف» عمل دی

انځور: ارشیف

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې پاکستان د تورخم دروازې پر تړلو تورن کړی او ویلي یې دي چې دا «د ښه ګاونډیتوب خلاف» عمل دی او د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو به اغېزه وکړي.

دغه وزارت همداراز پاکستان د چهارشنبې په شپه د سرحدي نښتې په پیلولو تورن کړی او ویلي یې دي چې طالب ځواکونه تورخم دروازې ته نږدې د یوې امنیتي پوستې پر پاکولو بوخت وو چې د پاکستان ځواکونو له خوا پرې ډزې وشوې.

د طالبان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان د کراچۍ په بندر کې د سوداګریزو توکو د لېږد پروړاندې د خنډ پر رامنځته کولو هم تورن کړی او ویلي یې دي، چې پاکستان د کرنیزو محصولاتو او مېوو د ټولولو په موسم کې پولې «په بېلابېلو پلمو» بندوي.

طالبانو ویلي، چې د راکړو ورکړو او د سوداګریزو توکو په لېږد کې د اسانتیا راوستو لپاره اړتیا ده چې دواړه لوري «دا ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.»

تورخم بندر د تېرې اونۍ چهارشنبه ورځ د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې شاهد و، چې له امله یې څلور افغان ماشومان او یو طالب ووژل شول.

د راپورونو له مخې په دې نښته کې څلور پاکستاني ملکيان ټپیان شوي دي.