نړۍ

په نوي ډیلي کې د ۲۰ ډلې سرمشریزه پیل شوه

د نړۍ د لویو اقتصادي هېوادونو (جي‌۲۰) د مشرانو کلنۍ ناسته د شنبې په ورځ د هند په پلازمیني نوي ډیلي کې پيل شوه.

ددې دوه ورځنۍ ناستې ګډون کوونکي به د اوبو او هوا د سیاستونو پر سر د اجماع او همداراز پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه بحث او خبرې وکړي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ په دغه ناسته کې ګډون نه دی کړی او پر ځای یې ددغه هېواد لومړی وزیر لي کیانګ ورلېږلی دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دې ناسته کې ګډون نه لري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن، د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون، د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک، د سعودي عربستان محمد بن سلمان او له جاپان څخه فومیو کیشیدا او د یو شمېر نورو هېوادونو مشرانو په دغه ناسته کې ګډون کړی دی.

د هند لومړي وزیر نرندرا موډي د دې غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل چې افریقايي ټولنه، د ۵۵ هېوادونو لرونکې د لویې وچې بنسټ هم د شل ډلې غړیتوب ترلاسه کړی دی.

ښاغلي موډي وویل: «موږ وړاندیز کړی چې افریقايي ټولنه باید د شل ډلې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي. زه ډاډمن یم چې موږ ټول په دې هکله موافق یوو، ستاسو په توافق د کار له پيلېدو مخکې د افریقايي ټولنې ته بلنه ورکوم چې د شل ډلې د بشپړ غړي په توګه خپل ځای ته تشریف یوسي.»