افغانستان

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو پر اړتیا د اسلامي همکاریو سازمان د استازو ټینګار

په وروستیو ورځو کې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی له طالب چارواکو سره پر لیدنې بوخت دی.

تازه دغه پلاوي د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارت له سرپرستانو سره کتلي او د چهارشنبې په ورځ یې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې باید له نجونو او ښځو د زده‌کړو حق وانه‌خیستل شي.

د ښځو حقونو فعاله راحل تلاش وايي: «د اسلامي همکاریو سازمان استازي د دې پر ځای چې راشي او له طالبانو سره خبرې وکړي، باید پر هغوي فشار راوړي، ځکه چې د طالبانو دا کار تور داغ او د اسلام بدنامول دي.»

هغه نجونې چې له دوو کلونو راهیسې له زده‌کړو بې‌برخې شوې وايي، طالبان باید د دوی دغې غوښتنې ته دیني تړاو ورکړي او ټینګار کوي چې تر دې زیات باید د طالبانو له خوا د دوی د زده‌کړو حق تر پښو لاندې نه شي.

له زده‌کوونکې بې برخې شوې مروارید وايي: «له اسلامي امارت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي او موږ خپلو هیلو ته ورسېږو.»

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی، چې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال شیخ اعزام، د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخت او د سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو، بحرین، اردن، مالیزیا، اندونیزیا او څو نورو اسلامي هېوادونو دیني عالمان پکې ګډون لري له پنجشنبې ورځې افغانستان ته راغلی او له طالب چارواکو سره پر لیدنو بوخت دي.

دغه سازمان له طالبانو غوښتي، چې نجونو ته د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړي او ټینګار یې کړی چې د دې سازمان غړي هېوادونه په افغانستان کې د زده‌کړو له برخې هر ډول ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دي.