نړۍ

په برازیل کې د سخت باران او سېلابونو له امله ۳۶ تنه مړه شول

9901LA-BRAZIL-WEATHER_DRONES_O_

په برازیل کې د زورور توپان په پایله کې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او لږ تر لږه ۳۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ژغورنې ډلې تر خاورو لاندې د نورو جسدونو موندلو په لټه کې دي.

د برازیل په جنوب کې د استوایي توپان، سختو بارانونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي دي.

د دغه طوفان په پایله کې، ډیری کورونه ویجاړ شوي او د ژغورنې ډلې د ریو ګرانډ دو سول ایالت په موکوم ښار کې د خاورو لاندې د نورو جسدونو د موندلو لټه کوي.

د دغه هېواد چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي په دغه ښار کې نور سېلابونه هم راشي.

یو سیلاب ځپلۍ ډومینګیز فونټانا وايي: «کله چې اوبه راغلې، لویې لارې ته وتښتېدم. باید وتښتئ، که هلته پاتې شوئ، مړه کېږئ ځکه چې په جنوب کې ډیری خلک مړه شوي دي.»

یو له سیلاب ځپلۍ جوسلین ګیرالډي وايي: «زه حتی نه پوهیږم چې له کوم ځایه یې پیل وکړم. مجبوره شوم وتښتم، اوبه په موږ پسې راتلې. موږ هڅه وکړه چې جامې بدلې کړو څو وکولی شو ممکنه لوړ ځای ته ورسیږو او ځان وژغورو ځکه اوبه و هر څه له ځان سره وړل.»

د روان کال له پيله تر دې دمه زيات شمېر هېوادونه د سختو بارانونو، طوفانونو، د ځمکې ښويېدنې او د ځنګلونو د اورونو شاهدان دي چې تر اوسه یې د سلګونه کسانو ژوند اخیستس.

کارپوهان وايي، چې د دې پېښې لامل اقلیمي بدلون دی، چې نړۍ یې له پایلو سره لاس او ګریوان ده او ښايي نور هم خراب شي.

د ریډینګ پوهنتون پروفیسوره او د اقلیم ساینس پوهه مس – هانا کلوک وايي: «موږ همدا اوس د اقلیمي بدلون شاهدان یو. موږ کولی شو دا په دې ګرمې تودوخې کې چې تجربه کوو یې د تودوخې څپې وینو. موږ د سمندر د تودوخې څپې مو هم ولیدلې. نو له همدې امله سمندر ډیر زیات ګرم شوی دی او البته، په نړۍ کې ټولې سختۍ د لا زیاتې انرژۍ سره تړاو لري، لکه ویجاړونکي اورونه، او همدارنګه سخت بارانونه.»

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تېره اګست میاشت په نړۍ کې تر ټولو ګرمه میاشت وه، او پرله پسې دریمه میاشت ده چې نړۍ په کې سخته ګرمي تجربه کوي.